قاتل ادعا کړې چې 'د لنډ وخت لپاره' د مړینې له کبله یې د عمري زندان سزا بشپړه شوې

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو کې یوې محکمې د هغه زنداني خوشي کول رد کړي، چې وايي د یو څه وخت لپاره 'مړ ' شوی و، ځکه یې نو د عمري زندان سزا پوره شوې ده.

دغه ۶۶ کلن سړی بنجامین شریبر نومېږي او په ۱۹۹۶ کال کې یې یو سړی په وهلو ټکو وژلی و، چې له کبله یې د عمري زندان سزا ورکړل شوې.

دی وايي، د ده سزا هغه مهال بشپړه شوه، چې څلور کاله مخکې یې د یوې طبي ستونزې پر مهال د یو څه وخت لپاره زړه ودرېد.

خو قاضیان وايي، د شریبر خبره - په داسې حال کې چې اصلي ده - خو 'بې اغېزه ' ده. دوی وايي، هغسې چې نوموړي په خپله قضیه کې قانوني اسناد لاسلیک کړي، 'داسې احتمال نه شته ' چې هغه دې مړ وي.

د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خونړی قاتل څوک دی؟

امریکايي مور: د پنځو ماشومانو پر قاتل مېړه مې رحم وکړئ

۲۰۱۵ کال کې د پښتورګو تېږو له کبله د شریبر وینه میکروبي شوې وه او مسموم شوی و، خو په روغتون کې یې ډاکټرانو بشپړه درملنه وکړه او بېرته زندان ته واستول شو.

نوموړي پروسږ کال په محکمې ته په عریضه کې وویل چې د ده خوښه نه وه، خو بېرته په هوښ راوستل شوی او دا چې د 'لنډ مهاله مړینې ' له کبله یې په تخنیکي ډول د عمري زندان سزا پای ته رسېدلې ده.

مخکې یوې ځايي محکمې د نوموړې قضیې خلاف پرېکړه کړې وه، خو وروسته یې مدافع وکیل استناف غوښتنه وکړه او د چهارشنبې پر ورځ استناف محکمې هم مخکینۍ پرېکړه پر ځای وساتله.

محکمې په خپله پرېکړه کې وویل، د نوموړي عمري زندان سزا به تر هغه پورې بشپړه نه بلل کېږي، چې یو طبي ماهر یې رسماً مړینه تایید نه کړي.