د عراق کړکېچ؛ امنیتي ځواکونو څلور لاریونیان وژلي

عراق د انځور حقوق Reuters
Image caption عراقي امنیتي ځواکونو پرون هڅه وکړه په زور او اوښلن غاز لاریونیان د بغداد له درېیو مهمو پلونو تیت او پرک کړي.

د عراق بغداد تحریر میدان واټونو کې د لاریونیانو د پاکسازۍ عملیاتو کې پولیسو څلور لاریونیان وژلي دي. وړاندې د عراق لومړي وزیر د اصلاحاتو راوستلو ژمنه کړې وه.‌

عراقي روغتیايي سرچینې او پولس وايي، دوه کسان په ډزو یو د اوښلن غاز په مرمۍ وژل شوي دي.

لومړي وزیر عادل عبد المهدي د بغداد واټونو کې دعادي حالت رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، د اونیو لاریونونو پر سیاستوالو فشار راوړی چې بدلون ومني.

تراوسه په پنځه اونیزه لاریونونو کې تر ۲۶۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

عراقي امنیتي ځواکونو پرون هڅه وکړه په زور او اوښلن غاز لاریونیان د بغداد له درېیو مهمو پلونو تیت او پرک کړي.

سنک،‌ شهدا او احرار پلونه د دجلې بند پر اوبو جوړ شوي.

دې درېیو پلونو له لاریونیانو سره مرسته کړې وه چې له ختیځه لوېدیځ ته د دولتي ادارو او سفارتونو لوري ته ځانونه ورسوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption عراق د مالي او اداري فساد لرونکو هېوادونو په نوملړ کې دوولسم هېواد دی.

د اکتوبر میاشتې له لومړیو زرګونه لاریونیان راووتل چې د بې کارۍ او مالي فساد پرضد او د ټولنیزو خدمتونو د ډېرېدو په پلوۍ یې لاریونونه پیل کړل.

دولت د اصلاحاتو راوستلو ژمنه کې پاتې راغلی.‌

لومړی وزیر خپلې دندې پرېښودو ته چمتو نه دی.

د انځور حقوق Reuters

له پولیسو سره د لاریونیانو د لاس او ګرېوان کېدو په درشل کې لاریونونه د هېواد نورو برخو ته هم غځېدلي دي.

عراق د مالي او اداري فساد لرونکو هېوادونو په نوملړ کې دوولسم هېواد دی.

ورته مطالب