د چاغۍ په اړه ناسم باورونه

د انسان پر بدن څېړنې دې پوښتونو ته زمینه برابرې کړي چې ایا اضافي وزن یا چاغښت د سړي روغتیا ته خطرناک دي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د انسان پر بدن څېړنې دې پوښتونو ته زمینه برابرې کړي چې ایا اضافي وزن یا چاغښت د سړي روغتیا ته خطرناک دي

د نړیوال روغتیايي سازمان د وروستيو شمېرو له مخې له ۱۹۷۵ میلادي کال راهیسې تر اوسه چاغښت په نړۍ کې درې برابره ډېر شوی دی.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له ۱٫۹ میلیاردو څخه زیات عمرخوړلو کسانو زیات وزن درلود چې په دوی کې له ۶۵۰ میلیونو څخه زیات چاغ وو.

دا شمېرې موږ سره مرسته کوي چې ومومو ولې ځینې مسؤولین د چاغښت په اړه خبرې کوي. نړيوال روغتیايي سازمان وايي په نړۍ کې د چاغۍ له امله په کال کې له درې میلیونو څخه زیات کسان مري او د امریکا د نړيوال مدیریت د مشورې مکنزي شرکت د ۲۰۱۴ کال د اروزونې پر بنسټ کلنی اقتصادي لګښت دوه ټریلیونه ډالرو ته رسېدلی و.

سیاستوال او څېړنکي خبرداری ورکوي چې چاغښت سره د مبارزې هڅې د ناسمو موندنو، حساسیتونو او تعصبونو پر ناکام بنسټ ولاړې دي، خو څه شیان له چاغښت سره د مبارزه په برخه کې سم دي او څه ناسم. په اړه به یې دا ځواب تاسې ګوته په غاښ کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیاستوال او څېړنکي خبرداری ورکوي چې چاغښت سره د مبارزې هڅې د ناسمو موندنو، حساسیتونو او تعصبونو پر ناکام بنسټ ولاړې دي

چاغښت"غوراوی دی، نه ناروغي"

د امریکا متحده ایالات د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې د نورو په پرتله چاغ کسان ډېر لیدل کېږي. ددې هېواد روغتیايي کارکوونکو د موندنو له مخې د دغه هېواد تر ۳۶ سلنه ډېر وګړي چاغ دي.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې امریکايي روغتیا پالانو په خپل هېواد کې چاغي ناروغي اعلان کړه.

د روغتیايي برخې خبري څانګې مداسکیپ د راپورونو او موندنو له مخې، په امریکا کې د ۲۰۱۸ کال ۳۶ سلنه ډاکټران او ۶۴ سلنه روغتیا پالان په دې باور نه و.

شاوخوا ۸۰ سلنو ډاکټرانو ځواب ورکړی او ویلي یې دي د ژوند لوری ټاکل "تل یا په ډېری برخو کې" پر چاغۍ پورې تړلي دي.

خو د بریتانیا د روغتیايي سازمان له لوري چې د سپټمبر په وروستیو کې یې راپور خپور شوی ویلي، چاغوالی "غوراوی" نه دی

په دې راپور کې راغلي "خلک د بیولوجیکي عواملو او ټولنیز چاپېریال له امله یې وزن زیاتېږي یا چاغېږي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تېرجولای میاشت کې څېړونکو وموندله چې ښايي ځینې کسان د چاغښت له ارثي خواصو برخمن وي چې په بدن کې یې د بي اېم ای د زیاتوالي لامل دی.

"له وراثت سره ځانګړی تړاو نه لري"

له شاوخوا ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې علمي څېړنې ښودلې چې چاغښت جنتیکي او وراثتي لاملونه لري.

په تېرجولای میاشت کې څېړونکو وموندله چې ښايي ځینې کسان د چاغښت له ارثي خواصو برخمن وي چې په بدن کې یې د بي اېم ای د زیاتوالي لامل دی.

"اضافي وزن تل د ناروغۍ لامل کیږي"

د اضافي وزن او د بدني ناروغۍ ترمنځ اړیکې روښانه دي.

خو د انسان پر بدن څېړنې دې پوښتونو ته زمینه برابرې کړي چې ایا اضافي وزن یا چاغښت د سړي روغتیا ته خطرناک دي او که نه.

په ۲۰۱۲ کال کې د زړه په برخه کې اروپايي څېړونکو خپل څېړنیز راپور کې د چاغښت په برخه کې "متناقض لوری" یې درلود.

په دې څېړنه کې وموندل شوه چې ښايي ځینې خلک چاغ وي، خو د روغې سټې څښتن به وي، پرته له دې چې د زړه ناروغي یا نورې ناروغۍ یې وګواښي. دوی د وینې د غوړ په رنځ نه دي اخته نه د لوړ فشار څخه ځورېږي.

په اسپانیا کې د ګرانادا د پوهنتون استاد او د دې څېړونکي شننونکی فرانسېسکو اورتګا لیکلي:"په ټولو کې دا مشهوره ده چې چاغښت د ډېری سختو ناروغی لامل ګرځي، لکه د زړه ناروغي او سرطان."

"چاغي یوازې د شتمنو هېوادونو ستونزه ده"

که څه هم د نړۍ ډېری هېوادونه د چاغښت له ستونزو سر ټکوي، خو ښايي په دې هېوادونو د چاغو کسانو شمېرو ته ګوته په غاښ شئ.

خو د ارام سمندر ترڅنګ یو شمېر هېوادونه یې په لومړي کتار کې راځي، خو د امریکا په ساموای ټاپوګانو کې ۷۵سلنه چاغ خلک اوسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کارپوهان وايي د نابرابرۍ مهم لامل دا دی چې د سالمو خوړو بیې لوړې دي.

دا سمه ده چې په دې ټاپوګانو کې خلک کم دي خو ځینې هېوادونه چې نفوس یې مخ پر زیاتېدو دی د چاغښت له رنځ سره مخ دي، نو په دې ترتیب د روغتیا د نړيوال سازمان پر بنسټ د ۲۰۱۶ کال د شمېرو له مخې په مصر او ترکیه کې ۳۲ سلنه وګړي چاغ دي.

څېړنو ښودلې هغه څوک چې کم عاید لري د چاغښت له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د "لومړی فکر پرې کوم، بیا یې خورم" کتاب لیکونکي مارتین کوهن وايي: "چاغښت د ټولنیزې نابرابرۍ پایله ده. د امریکا په متحده ایالاتو کې 'چاغ ترین ایالت' ارکانزاس دی چې د امریکا څلورم غریب ایالت دی او ددې هېواد تر ټولو فقیرترین ایالت'مې سي سي پي' ده چې خلک یې اضافي وزن لري."

کارپوهان وايي د نابرابرۍ مهم لامل دا دی چې د سالمو خوړو بیې لوړې دي.

"د مور شېدې له چاغښت سره هېڅ اړیکه نه لري"

په وروستيو څو لسیزو کې د مور شیدو پرځای د وچو شیدو ډېر تبلیغ کېده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په وروستيو څو لسیزو کې د مور شیدو پرځای د وچو شیدو ډېر تبلیغ کېده.

د نړیوال روغتیايي سازمان د شمېرو او څېړنو له مخې چې د تېرکال په اپریل میاشت کې شوې ښودلې چې د مور شېدې ښايي د ماشوم وزن په راتلونکي کې کم کړي.

پوهانو په ۱۶ اروپايي هېوادوو کې پر ۳۰ زره ماشومانو څېړنه کړې او موندلې یې دي هغه ماشومان چې د مور په شېدو نه وي لوی شوي ۲۲ سلنه یې چاغ دي.