لاهور د نړۍ ککړو ښارونو نوملړ کې

Lahore tractor in smog د انځور حقوق Getty Images

د هوا له لوړې کچې ککړتیا سره چې د هند شمال او پاکستان پر ځینو برخو یې زیات اغېز کړی، د دواړو هېوادونو د سیاستوالو ترمنځ د پړولو لوبه روانه کړې.

د امریکا د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د پاکستان لاهور د نړۍ په ککړو ښارونو کې راځي. تېر کال هم د ککړې هوا له کبله پاکستان دویم هېواد بلل شوی و.

پاکستاني سیاستوال د چټلې هوا پړه په هندوستان کې د پولې هاخوا پر هندي کروندګرو اچوي چې د خپلو ځمکو پښاله سوځوي.

کروندګر هر کال دغه وخت د راتلونکي کال فصل ته د ځمکې د تیارولو لپاره د تېر کښت پخله سوځوي، خو دغه اورونه د هوا پر ککړتیا ډېر خطرناک اغېز لري.

د پولي هاخوا بیا یوه هندي سیاستوال ویلي زهرجنه هوا هغوی ته د پاکستان یا چین له لوري ورغلې.

سیاستوالو څه ويلي؟

د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزیرې زرتاج ګل وزیر په ټوېټر کې د امریکا د فضايي ادارې "ناسا" یو انځور په خپورولو سره ویلي، په لاهور کې د لوګي لوی لامل په هند کې د وښو سېځل دي.

په ټویټر کې لیکي: "د ناسا انځور د لاهور د لوګي عمده منبع ښيي. له ګاونډیو چاره نه شته. د هند حکومت په لمسونه د پراخو کښتونو سوځول پر موږ سخت اغېز لري. موږ کوښښ کوو د دغو زهرو مخه ونیسو."

ځینو په ځواب کې د اغلي وزیز ټویټ ادعاوې ننګولې چې ایا د باد راوړو لوګیو پړه پر بل چا اچول سمه خبره ده؟

په ورته وخت کې د هند د بې جې پي ګوند یوه سیاستوال، وینیت اګروال شاردا بیا ظاهراً د هوا د ککړتیا پړه پر چین او پاکستان اچوي او ویلي، کېدای شي "زهرجنه هوا" د دغو دوو هېوادونو له لوري خپره شوې وي او پر پلازمېنه ډیلي یې اغېز کړی.

څومره پښاله سوځول کېږي؟

شک نه شته چې دغه کال په دغه موسم کې کروندګر په غټه کچه پښاله سوځوي - هم د هند په پنجاب او هریانا ایالتونو کې او هم د پاکستان په پنجاب ایالت کې.

خو د ناسا فضايي انځورونه ښيي چې ډېر اورونه د هند لوري ته او لږ یې د پاکستان پر غاړه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کروندګر هر کال دغه وخت د راتلونکي کال فصل ته د ځمکې د تیارولو لپاره د تېر کښت پخله سوځوي، خو دغه اورونه د هوا پر ککړتیا ډېر خطرناک اغېز لري.

لاهور د هند له پولې ۲۰ کیلومتره ليرې دی، نو د پولې د هاخو لوګي یې ژر په عذابولای شي.

همدارنګه، ددغه کار د درولو لپاره له هڅو سره سره، د هند پر غاړه اورونه سږکال تر تېرکال زیات هم دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لاهور ښار کې هوا دومره ککړه وي چې څو مترو کې یو شی نه لیدل کېږي

ورته مطالب