هند او بنګله دېش کې توپان دوه میلیون خلک بې ځایه کړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د بنګله دېش خولنا کې خلک سرپنا لټوي

په بنګله دېش او هند کې د بولبول توپان رسېدو له وېرې څه باندې دوه میلیونه وګړي له خپلو مېنو وتلي دي. دا توپان تېره ورځ (شنبه، نومبر نهمه) د هندي بنګال لوېدیځ ساګر ټاپو ته ورسېد او اټکل و چې څپې یې دوو مترو ته ورسېږي.

د رپوټونو له مخې، تر اوسه ددغه توپان له کبله ۱۳ کسان وژل شوي دي. په هند کې د کلکتې نړیوال هوايي ډګر په ګډون ډېری نژدې بندرونه او هوايي ډګرونه تړل شوي دي.

په بنګله دېش کې هم د مونګلا او چیتاګونګ په نومونو دوه لوی بندرونه تړل شوي او د چیتاګونګ هوايي ډګر الوتنې هم درول شوې ديږ

د انځور حقوق AFP
Image caption سیمه ییز چارواکي له سیمې د خلکو د وتلو په هڅه کې دي

د بنګله دېش د پېښو وزیر شاه کمال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د توپان له وېرې له خپلو مېنو د وتلو وګړو شمېر ۵۵۰۰ کسانو ته رسېدلی.

د هند لوېدیځ بنګال یوې چارواکې ماماتا بانرجي هم دغې سیمې ته د توپان له رسېدو مخکې له خلکو غوښتي چې ارام اوسي.

اغلې بانرجي لیکلي: "هیله ده ونه ترهېږئ، ځانونه ارام وساتئ او له چارواکو سره همکاري وکړئ او په خوندي سیمو کې پاتې شئ."

هوا پېژندونکو وړاندوېینه کړې چې دا توپان شمال ته خوځېدلی او ښايي توان یې کم شي.

له توپان سره په ګړۍ کې ۱۲۰ تر ۱۵۰ کیلومتره بادونه هم مله دي چې په سمندر او اوبو کې یې لویې څپې جوړې کړې دي.

د انځور حقوق AFP

یاد توپان په خپل تګلوري کې به د نړۍ لوی ځنګل مانګرو او د بنګال پړانګانو استوګنځي ته هم ورسېږي، چې نسل یې د ورکېدو په حال کې دی.

هندي چارواکو ویلي، د پوځ بېړۍ او الوتکې د تیارسئ په حالت کې دي، چې په بېړني حالت کې اغېزمنو شویو سیمو ته مرستې ورسوي.

د بنګله دېش سمندرغاړې سیمې هم د توپان له خطره سره مخامخ دي، خو دا هېواد په تېرو کلونو کې توانېدلی چې د توپان له کبله احتمالي مرګ ژوبله راکمه کړي.

ورته مطالب