ځورول څه شی دي او پر وګړو څه ډول اغېز کوي؟

ځور د انځور حقوق Getty Images
Image caption فزیکي تاوتریخوالی هم د ځورونې یوه بڼه بلل کېږي

د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي ځینې کسان له یو څه شي ځورېږي او ځینې نور بیا د یو چا له خوا د یوې موخې په خاطر ځورول کېږي.

ځورېدل یا ځورول کوم ځانګړی تعریف نه لري، خو کارپوهان ځورول په څو بڼو وېشي او وايي که ستاسو د کوم عمل یا وینا له امله بل څوک د هوساینې احساس نه کوي او خپه کېږي، همدې ته ځور یا ځورېدل وايي، او ستاسې دا عمل د بل چا ځورول بلل کېدلی شي.

ښايي هر څوک د ځورونې په اړه ځانته خپل تعریف ولري او د ځینو کسانو ځانګړي عادتونه او خبرې د نورو د ځورولو بڼې وګڼي، خو د ځورولو هغه ډولونه چې په لوېدیځه نړۍ کې یې کارپوهان په ګوته کوي درې دي.

شفايي ځورونه

لومړی شفايي ځورونه، لکه په خپلو خبرو یو څوک ځورول، نور کسان په داسې نومونو یادول چې نه یې خوښېږي یا په بله اصطلاح یو څوک له یو حیوان یا بل شي سره تشبیه کول، نامناسبې جنسي تبصرې کول، یو چا ته په سپکاوي هغه پارول، د زیان رسولو ګواښ او داسې نور شفايي ځورول ګڼل کېږي.

ټولنیزه ځورونه

دویمه بڼه یې ټولنیزه هغه ده، لکه له یو چا نه پرته له کوم دلیل نه مخ اړول، نور خلک له یوه چا سره له اړیکو پاللو منع کول، د یو چا په هکله ناسم معلومات او اوازه خپرول، د نورو خلکو په مخ کې پر یو چا ملنډې وهل او داسې نور.

فزیکي ځورونه

د ځورونې دریمه بڼه چې تر یادو شویو هغو خطرناکه بلل کېږي فزیکي ځورونه ده، لکه یو چا ته لاس اچول، وهل ټکول، پر چا توکاڼې (ناړې) توکول، د بل چا وسایل ماتول او ترې اخیستل او دې ته ورته نور اعمال.

ځورونه ښايي د ژوند په هر ډګر او هر ځای کې وشي، خو لیدل شوي چې په ښوونځیو کې د زدکوونکو له خوا د یو بل ځورونه ډېره وي.

په ۲۰۱۷ کال کې امریکا کې یوې څېړنې وموندله چې په ښوونځیو کې شل سلنه هغه ماشومان چې عمرونه یې له نهو تر دولسو کلونو پورې وي په یو یا بل ډول ځورول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څیړنو ښوولې چې د نورو په ځورولو ناوړه رواني زیان دواړو خواوو رسېږي یعنې هغه چې ځورول کوي او هغه چې ځورېږي.

برتانوي هنرمند او سندرغاړي جیمي کمبیل چې پر ژوند یې مستند او هنري فلمونه هم جوړ شوي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د ښوونځي په دوره کې ډېر ځله ځورول شوی دی:

''زه تقریباً هره ورځ ځورول کېدم، په پرله پسې توګه به یې زما د ځورونې لپاره په بېلابېلو نومونو یادولم، د ښوونځي په دهلیزونو کې نه شوم کرځېدلی، کله به هم داسې نه وه چې له ښوونځي ووځم او یو څوک زما د ځورونې په موخه راباندې چیغې ونه وهي. ما تل هڅه کوله چې د ځور پر وړاندې پیاوړی واوسم، په کور کې مې مور راته وویل هغه چې تا ځوروي ستونزه لري، خبرو ته یې غووږ مه نیسه، د مور همدا خبره مې تل په ذهن کې وه. ''

ډېر ځله لیدل شوي چې ځینې ماشومان په ښوونځيو کې د ځورول کېدو له امله ښوونځیو ته له تګ نه زړه توري شي. ډاکټره رادها مودیګیل چې اوس له بي بي سي سره د خپرونو د وړاندې کوونکې په توګه کار کوي وايي په ښوونځي کې نورو ماشومانو دومره ځوروله چې دې نه غوښتل ښوونځي ته لاړه شي:

''کله چې زه شپږ یا اوه کلنه وم په ښوونځي کې د نورو ماشومانو له خوا چې نه غواړم نومونه یې واخلم ځورول کېدم، په شفايي ډول به یې ځورولم، د ځورېدو له امله به ډېره اندېښمنه وم، نه مې غوښتل چې ښوونځي ته لاړه شم. خپله کورنۍ دنده مې هم په سمه توګه نه شوی کولای، نورو زدکوونکو به راباندې ملنډې وهلې چې دا ډېر کار کوي، دې ځورونې پرما ډېره اغېزه کړې وه. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې وخت ماشومانو د ځورول کېدو له وېرې ښوونځي ته زړه نه ښه کوي

په برتانیا کې د کڼو د تیاتر مشره جیني سیلي وايي د ژوند په هر ډګر کې د نورو ځورونه شته خو په وینا یې هېڅ ګټه نه لري:

''تر ټولو ښه مشوره زما په نظر دا ده چې پر نورو مهربانه او سخي وسئ، دا ډېره ساده ده، د نورو ځورونه تاسو ته هېڅ ګټه نه رسوي. ''

څېړنو ښوولې چې د نورو په ځورولو ناوړه رواني زیان دواړو خواوو رسېږي یعنې هغه چې ځورول کوي او هغه چې ځورېږي.

ان تر دې چې که ستاسو په مخې کې یو څوک بل کس ځوروي او تاسو یې شاهد یاست، پر تاسو هم د ځورونې ناوړه اغېزه شونې ده.

ورته مطالب