روسي پروفیسور له خپلې شاګردې سر پرې کړی

Sokolov in 2018 د انځور حقوق EPA
Image caption پروفیسور سوکولوف د تاریخ استاد دی او پر ناپولین یې څو کتابونه لیکلي دي

په روسیه کې د تاریخ یوه پېژندل شوي استاد او پروفیسور اعتراف کړی دی چې خپله شاګرده او انډیواله یې وژلې ده. ځایي رسنۍ وایي، پروفیسور اولېګ سوکولوف د نشې په حالت کې هڅه کوله چې د وژل شوې نجلۍ مړی سیند ته وغورځوي، خو پولیسو د اوبو له منځه را و ایست او کله چې یې د ده شابکس پرانیست نو د وژل شوې نجلۍ پرې کړی لاس پکې و.

وروسته پولیسو د ده په کور کې د اناتاشیه یشچېنکو په نامه د دې ۲۴ کلنې نجلۍ ټوټې شوی مړی هم وموند.

پروفیسور سوکولوف د فرانسوي ټولواک ناپولین پر موضوع تخصص لري او د فرانسې حکومت هم په معتبرو جایزو او ویاړونو نازولی دی.

د نوموړي وکیل ویلي، پروفیسور سوکولوف خپل جرم منلی دی، پرې پښېمانه دی او اوس پلټونکو سره همکاري کوي.

پروفیسور سوکولوف پولیسو ته ویلي، خپلې شاګردې ملګرې سره یې تر لفظي شخړې وروسته د هغې سر، لاسونه او پښې پرې کړلې.

نوموړي پلان درلود چې لومړی د اناتاشیه مړی سیند ته وغورځوي، بیا د ناپولین په څېر پوځي کالي واغوندي او په عام محضر کې ځان وژنه وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption پروفیسور سوکولوف به ډېری وخت د ناپولین په څېر پوځي کالي اغوستل

پروفیسور سوکولوف پر فرانسوي ټولواک ناپولین څو کتابونه لیکلي، او له خپلې شاګردې اناتاشیه سره یې هم په ګډه لیکنې کړې وې.

شاګردان یې په اړه وایي، ښاغلی سوکولوف یو تکړه استاد و او په فرانسوۍ ژبه یې روانې خبرې کولې، خو ځینې حیرانوونکي عادتونه یې هم درلودل.

د بېلګې په توګه خپلې شاګردې او ملګرې اناتاشیه ته یې "جوسېفین" نامه اخیسته، او له محصلینو یې غوښتل چې ده ته د سر یا جناب خطاب وکړي.

پروفیسور سوکولوف د فرانسې د ټولنیزو علومو، اقتصاد او سیاست د انسټیټیوټ غړی هم و. دې ادارې د شنبې پر ورځ اعلان کړی چې نوموړی یې ګوښه کړی دی.

ورته مطالب