حسن روحاني: ایران کې د تېلو نوې زېرمې موندل شوې دي

ایران د انځور حقوق Reuters
Image caption ویل کېږي چې دا نوې زېرمې په خوزستان ولایت کې موندل شوې دي

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، په هېواد کې یې د تېلو داسې نوې زېرمې موندل شوې دي چې په راسپړلو به یې د دې هېواد د تېلو تولید یو په درېیمه برخه ډېر شي. دا نوې زېرمې په سویل لویدیځ خوزستان ولایت کې موندل شوې دي او په کابو دوه نیم زره کیلومتره مربع سیمه کې پرتې دي.

ولسمشر روحاني ویلي چې په دې زېرمو کې کابو ۵۳ میلیارده بېلره خام تېل شته.

په دې وروستیو کې ایران پرې د امریکا لخوا د لګېدلیو بندیزونو له کبله نه دی توانېدلی چې خپل تېل بهرنیو بازارونو کې خرڅ کړي.

دا بندیزونه تېر کال وروسته له هغه ولګول شول چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نړیوالې ټولنې او ایران ترمنځ له شوي اتومي تړونه د وتلو اعلان وکړ.

ولسمشر حسن روحاني یکشنبه په مرکزي ښار یزد کې د وینا پر مهال وویل:

"موږ داسې سیمه موندلې ده چې کابو ۵۳ میلیارده بېلره خام تېل پکې شته. دا د تېلو یوه پراخه سیمه ده چې له بوستانه تر امیدیه پورې ۲۴۰۰ کېلومتر مربع غځېدلې. دا تېل تر ۸۰ مترو ژور دي".

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر روحاني وایي، دې تېلو سره به د ایران کلنۍ خالصه ګټه ۳۲ میلیارده ډالره ډېره شي

نوموړي وویل، له دې نویو تېلو سره به دې برخه کې ایران خالصه ګټه د کال ۳۲ میلیارده ډالره ډېره شي. دا نوې سیمه د دې وړتیا لري چې تر اهواز وروسته د ایران دویمه تر ټولو لویه د تېلو تولیدوونکې سیمه شي.

ایران په نړۍ کې د تېلو یو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او کلنی تولید یې میلیاردونو بېلرونو ته رسېږي. د تېلو د زېرمو له مخې ایران په نړۍ کې څلورم او د غازو د زېرمو له مخې د نړۍ دویم لوی هېواد دی.

خو د امریکا وروستیو بندیزونو د ایران اقتصاد سخت ځپلی او کرنسي یې رېکارډ کچې ته لوېدلې ده، چې له کبله یې بهرنۍ پانګونه کمه شوې او په کور دننه د روان وضعیت پر ضد احتجاجونه هم شوي دي.

ورته مطالب