د اسټرالیا سیډني ښار د طبیعي اور له سخت ګواښ سره مخ ده

اولد بار، نیو سات ولز د انځور حقوق Reuters
Image caption اولد بار، نیو سات ولز

اسټرالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد د ستر ښار سیډني لمنې د طبیعي اور له سخت ګواښ سره مخ دي.

د سیډني د زیانمنونکو سیمو خلکو ته خبرداری ور کړل شوی چې کډه شي.

* ځنګلونه څه ډول اور اخلي؟

* شمالي قطب کې د ځنګلي اور لامل څه دی؟

اسټرالیا کې د وروستیو ورځو اور له امله درې کسان وژل شوي او زرګونه کسان کور پرېښودو ته اړ شوي دي.

د یکشنبې په ورځ هم دوو ایالتونو- نیو سات ولز او کویینز لنډ- کې سل ځایه طبیعي اورلګېدلی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption زرګونو کسانو کور پرېښودلی، انځور درې ورځې پخوانی دی.

د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ مورېسن خبري غونډه کې دې پوښتنې ته ځواب ونه وایه چې دا اور لګېدل له اقلیمي بدلون سره اړیکه لري او په همدې دلیل د یوه چاپېریال ملاتړي له نیوکو سره مخ شو

هغه وویل: "نن زه یوازې هغو کسانو ته اندېښمن یم چې ژوند او کورنۍ یې له لاسه ور کړي دي".

* "دا مریخ نه دی، د انډونیزیا اسمان دی"

* هوايي کې د اورشبندي لوګي، اور او چکړې

نیوسات ولز کې د اوروژنې چارواکو وروستیو لسو کلونو کې اول ځل د خطر زنګ کړنګولی او دا د دې زنګ له پیلېدو راهیسې هم اول ځل دی چې کړنګېږي.

دا د خطر زنګ د سیډني تر ټولو ګڼ مېشته سیمه کې دی چې ۱۲ زره کیلومتره مربع پراخه ده.

چارواکي وايي، شمال کې هانټر سیمه د اور له ګواښ سره مخ ده.

د انځور حقوق AFP

تمه ده چې د سې شنبې په ورځ د هوا درجه ۳۷ سانتي ګراد شي، چې له جمعې ورځي بدتره ده او دا هغه وخت و چې د اسټرالیا ختیځ کې اورونه بل شول.

نیوسات ولز کې د اوروژنې اداره وايي: داسې شرایطو کې به اور لا ډېر پراخ شي او د خلکو سر او مال به وګواښي.

زیانمنو سیمو کې ښوونځي تړل شوي او له نورو سیمو اوروژونکي دې سیمو ته د مرستې رسولو لپاره ځي.

لومړی وزیر وايي دواړو ایالتونو کې له ۱۳ سوه اوروژونکو سره د مرستې لپاره یې پوځ هم لاس په کار کړی دی.

په سلګونو ولسي وګړي هم مرسته کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نږدې زرګونه ماموران د اور وژنې سره مبارزه کوي.

د وېرې له امله په زرګونو خلکو تر شنه اسمان لاندې شپه کړې او چارواکي وايي، اور ۱۵۰ کورونه په سات ولز کې وران کړي دي.

څو ورځې مخکې سیمه کې باران د کرونګرو لپاره ګټور وبلل شو، خو ویل کېږي د دغه هېواد اوږدمهالې وچکالي لپاره بس نه دی.

اسټرالیا تېر کال تر ټول ګرم کال درلود.