نواز شریف به هوایي امبولانس کې لندن ته استول کېږي

امبولانس د انځور حقوق Anadolu Agency
Image caption هوایي امبولانس په اصل کې یوه ساده کوچنۍ الوتکه ده چې یو لړ طبي اسانتیاوې پکې موجودې وي.

د پاکستان د مسلیک لیګ نواز ګوند ویلي، د دې ګوند پخوانی مشر او د پاکستان لومړی وزیر به د هوایي امبولانس په مرسته د درملنې لپاره لندن ته استول کېږي. تمه ده چې دا امبولانس به د چارشنبې پر ورځ پاکستان ته ورسېږي. ویل کېږي چې د ښاغلي شریف ډاکټرانو د هوایي امبولانس کارولو سپارښتنه کړې ده.

د مسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مریم اورنګزېب ویلي چې د پخواني لومړي وزیر وضعیت اوس هم نازک دی او ډاکټران یې په اړه اندېښمن دي.

هوایي امبولانس په اصل کې یوه ساده کوچنۍ الوتکه ده چې یو لړ طبي اسانتیاوې پکې موجودې وي. په پاکستان کې دا اسانتیا نشته او له همدې کبله دا امبولانس له بهره ور غوښتل شوی دی.

ټاکل شوې ده نواز شریف برتانیا ته د درملنې لپاره ولېږدول شي او لندن ته رسېدو سره یې هغه خصوصي روغتون کې د بستر کېدو چارې بشپړې شي چې پخوا یې هم درملنه پکې شوې وه.

خو لا هم د نوموړي نوم د وتلو کنټرول نوملړ یا ایګزېټ کنټرول لېسټ کې شته او د پاکستان د احتساب ملي ادارې دا قضیه یو ځل بیا د کورنیو چارو وزارت ته استولې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نواز شریف ډاکټران وایي چې د نوموړي روغتیایي وضعیت ښه نه دی

بل لور د پاکستان د پنجاب صوبې د روغتیا وزیرې ډاکټره یاسمین راشد د دوشنبې پر ورځ ویلي وو چې له طبي بورډ یې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د روغتیا په هکله بشپړ رپوټ غوښتی، ځکه پخوانی هغه نیمګړی و.

هغې لاهور کې خبري غونډې ته وویل، چې د نواز شریف ځینې داسې معاینې دي چې ډېرې حساسې دي، چې کورنیو چارو وزارت ته یې لېږل مفصل ځواب غواړي.

نوموړې وايي، نن بیا طبي بورډ غونډه کوي چې مفصل رپوټ د کورنیو چارو وزارت ته ولېږي. د نواز شریف ګوند له حکومت غواړي چې نوموړی بهر ته د درملنې لپاره ولېږي.

خو د مسلم لیګ نواز ډلې ویانده مریم اورنګزېب له بي بي سي سره خبرو کې وايي، لندن ته د ښاغلي نواز د لېږلو پرېکړه بېړني حالت کې شوې ده:

"د یکشنبې په ورځ د ښاغلي شریف طبي معاینه وشوه، دولتي او نورو ډاکټرانو ویل چې باید ژر تر ژره لندن ته ورسول شي".

نوموړې دا هم وايي چې لندن ته د ښاغلي نواز لېږلو لپاره ګوند له حکومت سره اړیکه کې و.

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه هم بي بي سي ته وویل، چې لومړي وزیر عمران خان د نواز شریف د لېږلو لپاره ځانګړې سپارښتنه کړې او ویل یې چې د نوموړي پر ناروغۍ باید کومه سیاسي معامله ونه شي.

دی زیاتوي کله چې د ایګزېټ کنټرول لېسټ د ښاغلي نواز نوم اېستل بشپړ شي، نو دا نوم به هم ترې و اېستل شي.

نواز شریف څه ناروغي لري؟

نواز شریف د لندن هارلي سټریټ کې هغه روغتون ته وړل شوی چې مېرمن یې کلثوم نواز هم د ژوند وروستۍ ورځې پکې تېرې کړې.

نوازشریف د شکرې ناروغۍ تر څنګ د زړه ناروغي هم لري او د روغتیاپالو په خبره پښتورګي یې هم خراب دي. د تېر اکتوبر پر ۲۲ نواز شریف د "سختې ناروغۍ " له کبله د لاهور ښار سروسز روغتون ته ورسول شو.

ورته مطالب