سعودي د فمېنسټانو ضد ویډیو له کبله بښنه وغوښته

سعودي عرب د انځور حقوق Reuters
Image caption د سعودي بشري حقونو سازمان هم په یوه اعلامیه کې ویلي، فمېنزم کوم جرم نه دی

د سعودي عرب استخباراتي ادارې ویلي، د دوی له لوري پر خواله رسنۍ د یوه داسې ویډیويي کلېپ خپرېدل چې فېمینزم پکې سخت دریځۍ ته ورته یاد شوی، یوه تېروتنه ده.

په دغه تبلیغاتي ویډیو کې فېمنزم، همجنس خوښول او ایتهیزم یا الحاد داسې خطرناک فکرونه بلل شوي، چې سعودیان یې باید په هکله هوښیا و اوسي.

اوس دغې څارګرې ادارې ویلي، دوی د دغې ویډیو په تړاو معلومات کوي.

سعودي عرب هڅه کوي، هغه تصور بدل کړي چې ګواکې په نړۍ کې له ښځو سره تر ټولو مستبدانه رویه لرونکی هېواد دی.

وروستی متحرک کلېپ د دغه هېواد څارګرې ادارې پر ټوېټر پاڼه د تېرې اوونۍ پای کې خپور شوی و.

پنځه شیان چې سعودي کې یې مېرمنې له سړیو پرته نشی کولی

ولې سعودي د ښځو حقونو فعالانې بندیانوي؟

یاده اداره د خپلو چارو په هکله مخامخ پاچا سلمان بن عبدالعزیز ته ځواب ورکوي.

اوس دغه اداره وايي، خپور شوی ویډیويي کلېپ ګڼې نیمګړتیاوې لري او چمتو کوونکو یې خپل کار سم نه دی کړی.

بل لور ته د سعودي بشري حقونو سازمان هم په یوه اعلامیه کې ویلي، فمېنزم کوم جرم نه دی، خو همجنس خوښونه او الحاد یې نه دي یاد کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ځینې سازمانونو دغه ویډیو غندلې ده.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د بشري حقونو څارنې سازمان وايي سعودي عرب د جنسيتي پېژندګلوۍ یا تمایل په تړاو لیکلي قوانین نه لري، خو قاضیان د ناروا جنسي اړیکو او نورو (غیر اخلاقي) قضیو کې د اسلامي شریعت اصولو له مخې پرېکړې کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب