له ښځو سره تاوتریخوالی؛ مېړه د ښځې سترګې اېستلې

د فاطمې یو رسم شوی انځور
Image caption پر خواله رسنیو د جرش ښار اوسېدونکې ۳۷ کلنې فاطمې ابو عکیک کیسه ډېره لاس په لاس کېږي، نوموړې اوس په روغتون کې ده او له ځینو خبریالانو سره یې خپله کیسه شریکه کړې ده.

په اردن کې یوه سړي، د خپلې مېرمنې- چې د تره لور یې ده- تر بندي کولو وروسته دواړه سترګې اېستلې او ګواښ یې ورته کړی چې د دې او ټول اولاد سرونه به یې غوڅ کړي.

۲۶ کلنه لمیس ابو عزیزه له هغو لاریونیانو ده، چې د شنبې به ورځ یې د اردن پلازمېنه عمان کې د لومړي وزیر دفتر مخې ته احتجاج وکړ، دا وايي تر هغو کراره نه کښېني چې د یوې هېوادوالې د سیتم غږ یې وانه ورېدل شي.

په اردن کې دغه تر ټولو زړه بوږنوونکي کورني جرم غوغا جوړه کړې ده.

لمیس وايي: "سمه ده چې موږ پلازمېنه کې اوسېږو او زما کورنۍ پوهه او لوستې ده، خو وېروونکې ده چې زموږ هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي زړه بوږنوونکې پېښې کېږي. موږ د ښځو د حقونو ترلاسه کولو کې ډېر شا ته پاتې یو."

پر خواله رسنیو د جرش ښار اوسېدونکې ۳۷ کلنې فاطمې ابو عکیک کیسه ډېره لاس په لاس کېږي، نوموړې اوس په روغتون کې ده او ځینو خبریالانو ته یې خپله کیسه کړې ده.

فاطمې په ارامه لهجه وویل، له خپل مېړه سره د "جګړې او ډز او ترپ" په حالت کې اوسېږي.

تل ښکنځل کېږي، وهل کېږي او سپکاوی یې کېږي او یوازېنۍ هیله یې د خپل پلار کور ته پنا وړل وي. هغې د خپل مېړه پرضد د اولاد د نفقې قضیه راپورته کړې ده، خو دا چې دا طلاق نه شي اخیستی، له خپلې دې قضیې تېرېدو ته اړه شوې ده.

د هغې کیسه او د مېړه له خوا یې د سترګو رایستلو د پېښې اورېدل سړی ژړوي. خو اولاد یې (چې مشر زوی یې ۱۳ کلن دی) د پېښې پرمهال همالته وو، د تړلي وره تر شا یې د خپلې مور چیغې اورېدې، خو کوچنۍ لور یې هم په هماغه خونه کې وه چې د دې سترګې پکې رایستل شوې دي.

مېړه یې- چې د تره زوی یې کېږي- له فاطمې وغوښتل چې یوه پیاله قهوه ورته جوړه کړي او د مېلمنو په هغه خونه کې ورسره کښېني چې دا یې پکې بندۍ کړې وه.

مېړه یې له ځان سره پټه کړې چړه راویستله او هغه یې وګواښه چې د اولاد سرونه به یې د هغې په مخ کې غوڅ کړي او بیا به له دې هم سر پرې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اردن د وګړو شمېر اوس تر ۱۰ میلیون اوړي.

ده غوښتل فاطمه زندۍ کړۍ، بیا یې سترګې په لاسونو ترې راویستلې. د ګاونډیانو ښځې یې مرستې ته ورغلې.

د فاطمې مېړه اوس په احتیاطي بند کې دی او تر هغو به هلته وي چې قضايي ارګان ته د طبي رپوټ استول بشپړ شي.

"سره کرښه"

د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې اردن د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي قانون تصویب کړ، په همدې کال دا پرېکړه هم وشوه چې تېریګر به نه بښل کېږي.

خو لکه د نورو عربي هېوادونو په څېر، قانون یو څه دی او عملي کول یې بل څه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورنیو ساتنې اداره د عمومي امنیت ادارې اړونده برخه ده چې د کورنیو شکایتونه ترلاسه کوي.

د انساني حقونو مدافعه ایمان بني سعید - چې له ۱۲ کلونو راهیسې وکالت کوي، وايي: "موږ پرمختللي او عصري قوانین لرو او له نړیوال کاروان سره په څنګ کې روان یو، خو دا کارند قوانین نه دي."

دا وايي، د کورنۍ ساتنې ادارې ته پنا وړل د ځینو کورنیو لپاره "سره کرښه" ده.

د کورنیو ساتنې اداره د عمومي امنیت ادارې اړوند برخه ده چې د کورنیو شکایتونه ترلاسه کوي.

دغې ادارې ته د روان کال لومړیو اتو میاشتو کې د کورني تاوتریخوالي په اړه تر اوسه څه باندې ۱۰ زره قضیې رسېدلې، چې ۱۸۰۶ یې له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه دي.

د اردن د وګړو شمېر اوس تر ۱۰ میلیون اوړي.

ورته مطالب