'پلار مې مور په سوځولو ووژله'؛ لندن کې د ۱۰۰۰ نجونو د تېر ایستلو کیسه

تسنيم لوسي
Image caption تسنيم لوسي

د تسنیم مور لوسي د هغې د مېړه له خوا تېر ایستل شوې او وژل شوې ده، چې اوس تسنیم له خپلې مور سره د یاد زورزیاتي په اړه نور معلومات ترلاسول غواړي.

تسنیم وايي، په ډېر بد وضعیت کې را لویه شوې ده "له خپل نیکه سره اوسېدم، په لومړني ښوونځي کې به خلکو دا پوښتنې کولې چې: ولې له هغه سره اوسېږې؟ ستا کورنۍ چېرې؟ څه شوي؟"

"له ما سره یې ځواب نه و، زما پلار قاتل دی، ایا له ما سره ملګرتیا کوې؟"

Image caption د تسنيم نیکه جورج

د ۱۶ میاشتو وم چې پلار مې ازهر علي محمود زما مور ووژله، خو زما ژوند یې وژغوره. زه یې یوه کپړه کې نښغتې وم او له کوره یې ایستلې وم او له کوره لیرې یې د مڼې له یوې ونې سره پرېښې وم، زموږ کور ته یې اور اچولی و او زما مور لوسي او د هغې جنین، زما نیا لینډا لوسي او زما خاله ساره یې پکې سوځولي وو. ښکارېده چې غوښتل یې ما وساتي."

Image caption لوسي ۱۴ کلنه وه چې له ټکسي چلوونکي ازهر علي محمود سره معرفي شوه

دا وايي: "پلار مې د ۲۰۰۰ اګسټ میاشت کې تلفورډ کې زموږ کور ته اور اچولی و. په بل کال د درېیو کسانو په وژلو تورن شو.

Image caption "سنډې ټایمز مېرور" په خپله ځانګړې څېړنه کې موندلې وه چې تر زرو ډېرې بالغې نجونې برمته شوې دي

زما مور او پلار د نورو والدینو په څېر نه و. په ۲۰۱۸ کال، کله چې بي بي سي ته د یوه مستند فلم چمتو کولو فرصت راته پیدا شو، د خپلې مور او خپل ځان په اړه مې ډېر شیان ترلاسه کړل.

دا وايي "زه د خپلې مور لوسي غنم رنګې کاپي وم، خو کله چې فکر کوم، ځان راته یوه داسې نجلۍ ښکاري چې ګني مور نه لرم، نه غواړم هغې ته د مور خطاب وکړم، مور مې پنځلس کلنه وه چې زه پیدا شوم او پلار مې پنځه ویشت کلن و. په ذهن کې مې نه راګرځي چې ګني له مور سره مې د پلار اړیکه په سمه توګه وه."

Image caption د تسنیم پلار ازهر علي محمود خپله مېرمن، د تسنیم نیا او خاله ووژلې

د مستند فلم د کار پرمهال مې د لوسي له ځینو ملګرو سره وکتل، لوسي ماشومه وه چې زما له پلار سره معرفي شوه.

د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر ۱۱مه، چې د مور ورځ وه، یوڅه پېښ شول چې زما د پلار د کیسې په اړه ما ډېر څه پکې وموندل. د "سنډې ټایمز مېرور" لومړي مخ کې د لوسي یو انځور و، په پیل کې حیرانه شوم، کله مې چې مقاله ولوسته باوري شوم چې دا د سوځېدنې یوه پخوانۍ کیسه وه. له ځان سره مې وویل: "هېڅ نوی څه نه شته."

Image caption تسنیم د خپلې مور لوسي قبر ته ولاړه ده

"په برتانیا کې د یوې کورنۍ او ټولنې په توګه موږ هغه وخت فکر نه کاوه چې د کیسې تر شا څه و او څه نه و."

"سنډې ټایمز مېرور" په خپله ځانګړې څېړنه کې ومونده چې څه باندې زر نجونې له ۸۰ کلونو راهیسې تلفورډ کې تېر ایستل شوې دي. ورځپاڼه وايي چې څرنګه زما پلار په ۱۴ کلنۍ کې لوسي تېر ایستله، نورې نجونې هم وغولول شوې او ګواښل شوې دي."

په دوه لاره کې ایساره تسنیم وايي: "زما د مور ملګرو ویل، چې پلار مې نژدې لس کاله زما د مور طبي ازموینه کوله چې ایا له نورو سړیو سره خو به یې جنسي اړیکه نه وي نیولې، له هغې سره به یې اړیکه نیوله چې ګني د هغې د هر ګام اخیستو د څارلو لپاره یې یو څوک ګومارلی دی. داسې شک هم و چې ګني هغې د کلیسا په بڼ کې له نورو کسانو سره جنسي اړیکه نیولې. موږ نه پوهېدو چې دې ډلې ګټه ترې اخیسته او موږ یې په اړه څېړنه ونه کړه."