د ایران لسګونه ښارونو کې لاریونونه؛ یو کس وژل شوی

ایران د انځور حقوق AFP VIA GETTY IMAGES
Image caption ایران کې احتجاجونه له هغه وروسته پیل شول چې دولت د تیلو د بیو لوړولو اعلان وکړ

له تېرو درې ورځو راهیسې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د تېلو بیو لوړېدو پروړاندې احتجاجونه پيل شوي، چې ورو ورو یې سیاسي رنګ اخیستی دی. له ایرانه رپوټونه وايي چې له پولیسو سره په اخ او ډب کې یو لاریون کوونکی وژل شوی او ګڼ نور ټپيان دي.

سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته ويلي، خوزستان په بهبهان ښار کې تر اوسه څلور کسان وژل شوي دي.

د ایران په ځینو برخو کې د انټرنېټي خدمتونو د سستېدو او پرې کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. امریکايي چارواکو د انټرنېټي خدمتونو پر ځنډېدو نیوکه کړې او له لاریون کوونکو یې ملاتړ اعلان کړی دی.

هلته یو کردي مدني فعال بي بي سي ته ویلي، مریوان ښار کې هم یو احتجاج کوونکی وژل شوی دی.

بلخوا د فارس خبري رسنۍ رپوټ ورکړی چې په کرمان ښار کې "یوه لاریون کوونکي په چاقو" یو امنیتي سرتېری ټپي کړی دی.

د سیرجان ښار کې هم د یوه معترض وژل کېدا تایید شوې ده.

لاریونونه څنګه پيل شول؟

د ایران حکومت له هغه ناڅاپي اعلان وروسته چې وايي پټرولو وېش ونډه ییز کوي او بیه یې لوړوي، دغه هېواد کې احتجاجونه پيل شول. د جمعې پر ورځ ایران کې د پټرولو بیې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې شوې.

حکومت د امریکا له لوري پر دغه هېواد لګېدلو بندیزونو اغېز کمولو لپاره، چې د دغه هېواد اقتصاد یې سخت ځپلی، هغه درنې سبسایډۍ بېرته اخیستې چې مخکې د بیو کنټرول لپاره ورکولې.

په ۲۰۱۸ کال کې چې د امریکا متحده ایالتونه د ایران اتومي پروګرام له هوکړې په شا شو، پر دغه هېواد د پټرولو صادرولو سخت بندیزونه ولګېدل.

د دولتي خبري اژانس (ایرنا) په رپوټ کې ویل شوي، د هېواد په مرکزي سیمه سیرجان کې د جمعې په شپه 'خلکو د نفتو پر یوې زېرمې برید وکړ او هڅه یې وکړه چې اور ورته کړي. '

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ایران په لاریونونو کې د پولیسو او معترضانو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شوی

رپوټ زیاتوي، د احتجاجونو لړۍ د مشهد، بیرجند، اهواز، ګاشسران، ابادان، خرم شهر، مشهد، شیراز او بندر عباس په ګډون یو شمېر نورو ښارونو ته هم غځېدلې ده.

اي پي خبري اژانس د ایران دولتي رسنیو له قوله وايي، د هېواد په دویم لوی ښار مشهد کې قهرېدلو احتجاجیانو په لویو لارو کې خپل موټرونه درولي او لارې یې تړلې دی.

په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونه کې لیدل کېږي چې پلازمېنه تهران کې د امام علي لویې لارې اوږدو کې احتجاج کوونکو موټرونه درولي او له پولیسو د مرستې غوښتنه کوي.

د نويو اقداماتو له مخې به د هر موټر څښتن ته د میاشتې اوږدو کې د ۱۵۰۰۰ ریالو یا ۱۳ امریکايي سېنټو بدل کې ۶۰ لیټره پټرول ورکول کېږي او له دې زیات هر لیټر به ۳۰ زره ریاله اضافي لګښت لري.

د انځور حقوق FARS
Image caption ځینو خلکو د اعتراض په ډول خپل ګاډي په عمومي واټونو کې درولي

د اي پي رپوټ کې ویل شوي، له دې مخکې هر ډرېور ته د ۱۰ زره ریالو بدل کې تر ۲۵۰ لیټرو پټرولو اخیستو اجازه ورکړل شوې وه. حکومت وايي د سبسایډۍ له بېرته اخیستو تر لاسه شوې پیسې به نغدې پر بیوزله کورنیو وېشل کېږي.

ایران د همدې سبسایډیو له کبله د نړۍ له هغو هېوادونو یو بلل کېږي چې د پټرولو بیې پکې خورا ټیټې وې او دغه راز دغه هېواد د نفتو له لویو صادرونکو هېوادونو یو دی چې هر کال یې له دې لارې میلیاردونه ډالر تر لاسه کول.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پروسږ کال د ایران او شپږو نړیوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ له اتومي هوکړې په شا شو او پر دغه هېواد یې بندیزونه ولګول.

ورته مطالب