سي وي کې درواغ: امریکایۍ چارواکې له دندې استعفا وکړه

مینا چانګ وايي، 'ناحقه بدنامه شوې' د انځور حقوق Getty Images
Image caption مینا چانګ وايي، 'ناحقه بدنامه شوې'

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوې لوړ پوړې چارواکې له هغو تورونو وروسته استعفا وکړه چې ویل کېږي، د دندې ورکول کېدو پر مهال یې د شخصي معلوماتو په پاڼه یا 'سې وې ' کې د خپلو زده کړو او مسلکي وړتیاو په هکله درواغ ویلي وو.

۳۵ کلنې مینا چانګ د بحران او بیا ټیکاو څانګه کې د مرستیالې سکرترې په توګه دنده درلوده. خو د دوشنبې پر ورځ په خپل استعفا لیک کې نوموړې پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

امریکا: دتورن پولیس په اړه د معلوماتو لپاره جایزه

د امریکا د پټو پولیسو مشرې استعفا وکړه

هغې دغه راز ویلي، ''ناحقه بدنامه شوې، د ادارې مشرانو یې دفاع نه ده کړې او رسنیو ته د سم او ناسم غیبت لپاره پر ډاګ پرېښوول شوې ده. ''

د این بي سي نیوز خبري شبکې په رپوټ کې تېره اوونۍ ویل شوي وو، اغلې چانګ خپلې تعلیمې لاسته راوړنې له حقیقته زیاتې یادې کړې او د خپلو خیریه کارونو په هکله یې مبالغه کړې ده.

په رپوټ کې ویل شوي، نوموړې د ټایم مجلې یوه جعلي مخپاڼه چمتو کړې او خپل عکس یې پرې لګولی، د هوايي ایالت له پوهنتونه یې د یوه تعلیمي سند اخیستو یادونه کړې چې له سره شته نه، د ملګرو ملتونو یوه پلاوي کې یې د خپل غړیتوب دروغجنه ادعا کړې او د دیموکرات او جمهوریتپالو ګوندونو په ملي کنوانسیونونو کې یې د وینا ادعا کړې چې ناسمه ده.

د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي دي، دغې رسوایۍ د ټرمپ حکومت په ادارو کې د کارکوونکو ګومارنې او ارزونې بهیر په هکله پوښتنې راپورته کړې دي.

اغلې چانګ اپرېل میاشت کې پر دغه دنده ګومارل شوې وه او د امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخې د دغې موضوع له رسوا کېدو مخکې د نوموړې لپاره تر دې هم مهم مقام یا دنده په پام کې نیول شوې وه، داسې یوه دنده چې تر یو میلیاردو ډالرو پورې بودیجه تنظیموي.

نوموړې په خپل استعفا لیک کې د بهرنیو چارو وزارت اوسنی چاپېریال زهرجن بللی او په وینا یې دغه اداره دا مهال تر ټولو ناوړه او ژور اخلاقي بحران سره مخ ده. بل لور ته د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دغې موضوع په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.