ملګري ملتونه: د ایران اعتراضونو کې ښایي لسګونه کسان وژل شوي وي

ایران د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران کې روان اعتراضونو د تېرې جمعې ورځې راهیسې پیل شوې دي

ملګري ملتونه وایي د تېلو د لوړو شویو بیو خلاف د ایران اعتراضونو کې ښایي لسګونه کسان وژل شوي وي. په ژنیو کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو څانګې یوه ویاند د امنیتي ځواکونو له خوا پر مخامخ ډزو کلکه اندېښنه ښودلې ده. ځینو سرچینو ان د شاوخوا دوه سوه کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.

حکومت انټرنېټ نژدې له یوې مخې بند کړی چې ورسره له ایران نه د مالوماتو ترلاسه کېدل او په کوڅو کې د حالاتو ارزول ګران شوي دي.

د جمعې په ورځ د تاوتریخوالي له پیل راهیسې د دغه هېواد له بېلابېلو برخو نه د بانکونو او پټرول پمپونو د سوځولو رپوټونه ورکړ شوي دي.

چارواکو د تاوتریخوالي پړه د امریکا په ګډون پر بهرنیو غلیمانو اچولې او کوڅو ته وتلي لاریونوال یې لنډه غر بللي دي.

ایران کې روان اعتراضونه د جمعې پر ورځ وروسته له هغې پیل شول چې حکومت د پترولو د بیې لوړولو اعلان وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر حسن روحاني وایي، د تېلو بیو د لوړولو پرېکړه یې د ولسي ګټو په پار کړې ده

چارواکو لومړی وویل چې د یو لیټر پټرولو بیه به ۱۵ زره ریالو ته لوړېږي، خو وروسته یې دا بیه ان ۳۰ زره ریالو ته پورته کړه. همدا راز موټر چلوونکو ته هم وویل شول چې له دې وروسته به هره میاشت یوازې د ۶۰ لیټره پټرولو اخیستو اجازه ولري.

ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دا ګام یې د ولس د ګټې په نیت پورته کړی او له دې لارې راتلونکې ګټه به د هېواد پر بې وزله وګړو لګول کېږي.

خو د ایران خلک وار د مخه د امریکا لخوا د لګول شویو بندیزونو له کبله اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او د حکومت دې وروستۍ پرېکړې د دوی غوسه لا را وپاروله.

د امریکایي بندیزونو له کبله، چې تېر کال ولسمشر ډونلډ ټرمپ بېرته ولګول، د ایران د تېلو صادرات بیخي کم شوي او د عامو ورځنیو توکو بیې لوړې شوې دي.

ورته مطالب