نواز شریف د درملنې لپاره لندن ته روان شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption له تېرې یوې میاشتې راهیسې پاکستان کې د ښاغلي شریف د روغتیا او بهرني سفر اجازې په هکله بحثونه کېدل.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف چې د فساد په تور د زندان سزا ورکړل شوې، د درملنې لپاره لندن ته تللی.

نواز شریف چې درې ځله یې د پاکستان لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کړې، د بدن دفاعي نظام د کمزورۍ او د پښتورګو خرابۍ په ګډون یو شمېر روغتیايي ستونزې لري.

د شنبې پر ورځ د لاهور عالي محکمې پر نوموړي د سفر لګېدلی بندیز لېرې کړ او د عمران خان په مشرۍ حکومت د دوشنبې پر ورځ د محکمې پرېکړه تایید کړه. د عمران خان حکومت د ښاغلي شریف خوشي کولو ته زړه نا زړه و.

حکومت غوښتل ښاغلی شریف بهر ته له سفره مخکې د ضمانت لپاره د ۴۴ میلیونو ډالرو په ارزښت ضمانتي بانډونه جمع کړي، خو محکمې نوموړي ته داسې حال کې له کومې هوکړې لاسلیکولو پرته د سفر اجازه ورکړه، چې د اووه کلن زندان سزا نژدې ۱۲ میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې دي.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې پاکستان کې د ښاغلي شریف د روغتیا او بهرني سفر اجازې په هکله بحثونه کېدل. تېره میاشت لاهور کې یوه ډاکټر د بي بي سي اردو څانګې عمر ننګیانه ته وویل، ښاغلي شریف په وینه کې د پلټلیټس یا ګرځنده ژوڼکو شمېر د ۱۶۰۰۰ خورا ټیټې کچې ته ورسېد، چې د روغو انسانانو په بدن کې یې شمېر ان تر ۱۵۰ زرو پورې رسېږي.

"نواز شریف د درملنې لپاره بهر بېول کېږي"

نواز شریف به هوایي امبولانس کې لندن ته استول کېږي

نواز شریف په څه ناروغۍ اخته دی؟

۶۹ کلن نواز شریف له دې مخکې د زړه، پښتورګو او شکرې ناروغیو لپاره درملنه کوي.

رسمي او شخصي دواړو طبي ډلو په بهر کې د نوموړي درملنې وړاندیز کړی، ځکه په پاکستان کې اړینې طبي اسانتیاوې نه شته.

د نواز شریف درملنه کوونکي ډاکټران وايي، نوموړی به یوه داسې الوتکه کې د قطر پلازمېنې دوحې له لارې لندن ته ولېږدول شي، چې د امبولانس په څېر ټولې روغتیايي اسانتیاوې لري.

شریف له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۳، له ۱۹۹۷ تر ۱۹۹۹ او بیا وروستی ځل له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ پورې د پاکستان لومړی وزیر و. نوموړی د خپل هېواد له خورا شتمنو صنعت کارو یو بلل کېږي.

۲۰۱۸ کال کې د پناما په نامه د رازونو افشا کېدو له یوې قضیې وروسته نوموړی په لندن کې د ګران بیه کورنو ملکیت قضیه کې په فساد تورن شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption شریف له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۳، له ۱۹۹۷ تر ۱۹۹۹ او بیا وروستی ځل له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ پورې د پاکستان لومړی وزیر و.

نوموړي ته د ۱۰ کلن زندان سزا ورکړل شوې وه، خو دوې میاشتې وروسته محکمې د وروستۍ پرېکړې تر مهاله د نوموړي سزا لغوه کړه او خوشی شو.

خو د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې نوموړی په سعودي عرب کې د اوسپنې شرکت ملکیت موضوع کې د فساد په تور د اوو کلونو لپاره زنداني شو.

خپله نواز شریف دغه تورونه ردوي او پاکستان پوځ د خپل سیاسي حیثیت د پای ته رسولو پر دسیسې تورنوي.

ښاغلي شریف منلې چې د ډاکټرانو له وړاندیز او یا څلورو اونیو وروسته به هېواد ته ستنېږي.

د نوموړي ورور شهباز شریف چې له هغه سره په سفر کې ملګری دی، په محکمه کې یو سند لاسلیک کړی چې پکې ویل شوي دي:

که په هر پړاو کې د پاکستان فدرالي حکومت داسې کره مالومات ولري چې نواز شریف د سفر کولو جوګه دی، خو هېواد ته نه ستنېږي، د پاکستان سفارت یو پلاوی کولای شي، د هغه له درملنه کوونکو ډاکټرانو سره وویني او د نوموړي روغتیا په اړه مالومات ترې واخلي.

اړونده مطالب

ورته مطالب