د فساد تورونو ته د بېنیامین نتنیاهو له غوسې ډک ځواب
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فساد تورونو ته د بېنیامین نتنیاهو له غوسې ډک ځواب

د اسراییلو لومړي بېنیامین نتنیاهو د فساد په تور، په رسمي ډول د ده تورن کېدو ته غصه ځواب ویلی دی. دا تورونه له هغو ډالیو سره تړاو لري چې ده ته شتمنو اسراییلیانو ورکړې وې. بل تور پرې دا دی چې ده رسنیو ته د رشوت ډوله کړنو په بدل کې له هغو د ځان په اړه ښه خبري پوښښ غوښت. دا داسې یوه هېواد لپاره بل سرخوږی دی چې په یوه کال کې یې دوه وارې ټاکنې وکړې او باثباته حکومت نلري.