خټګر او مېرمن یې شپه په شپه میلیونران شول

د انځور حقوق PA Media
Image caption سټیو وایي، خپله پخوانۍ دنده د اوس لپاره نه پرېږدي، ځکه لا هم په شاک کې دی او باید ځان بوخت وساتي

د برتانیا د سسکس سیمې اوسېدونکي ښځه او خاوند د "یورو میلیونز جکپاټ" لاټرۍ ګټونکي اعلان شوي دي، او ټولټال یې ۱۰۵ میلیونه پاونډه ګټلي. ۴۲ کلن سټیو تامسن په کسب خټګر دی، او ۴۱ کلنه مېرمن یې لېنکا په یوه دوکان کې کار کوي.

ښاغلی تامسن وایي، کله چې پوه شو چې لاټري یې ګټلې ده نو نژدې وه چې زړه یې ودرېږي. د ده په وینا، د لاټرۍ ګټلو خبر ولړزاوه او نه پوهېده چې دومره ډېرو پیسو سره څه وکړي.

نوموړی وایي، د دې پیسو له ګټلو وروسته یې تر اوسه ډېرې نه دي لګولي، خو دا یې ومنله چې ځان ته یې یو نوی کمیس اخیستی او وېښتان یې واړه کړي.

سټیو تامسن که څه هم اوس سل میلیونه پاونډه لري، خو وایي چې تر اوس یې د خټګرۍ د پرېښودو پرېکړه نه ده کړې.

سټیو وایي، دی لا هم په شاک کې دی او د اوس لپاره ښه ده چې پر یو کار ځان بوخت وساتي. ده زیاته کړه، د خټګرۍ په برخه کې به خپل ټول نیمګړي کارونه بشپړوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره میاشت هم د برتانیا یو اوسېدونکي د همدې لاټرۍ له لارې ۱۷۰ میلیونه پاونډه ګټلي وو

سټیو او مېرمن یې لېنکا د لاټرۍ ګټلو پر سهار خپلو خپلو کارونو ته ولاړل، او سټیو وایي، پر هغه ورځ یې د یو چا په کور کې رنګمالي وکړه.

دوی وایي، په خپله اوسنۍ سیمه کې به پاتې کېږي، ګټلې پیسې به له کورنۍ او ملګرو سره شریکوي او د خیر ښېګڼې په کارونو به یې لګوي.

سټیو وایي، نه یې غوښتل چې د خپلې لاټرۍ ګټلو خبره پټه وساتي او له همدې کبله یې رسنۍ خبرې کړې. دی وایي، له لاټرۍ ګټلو وروسته به هم هماغه پخوانی سټیو وي.

د سټیو مېرمن لېنکا په اصل کې د سلواکیا ده. نوموړې وایي، ډېره احساساتي شوې ده، او دا پیسې د دوی د کورنۍ ژوند بدلولی شي.

تېره میاشت هم د برتانیا یوه اوسېدونکي په همدې لاټرۍ کې ۱۷۰ میلیونه پاونډه ګټلي وو، چې د برتانیا په تاریخ کې د لاټرۍ له لارې تر ټولو دېرې ګټل شوې پیسې وې.

اړونده مطالب

ورته مطالب