روسیه کې غواګانو ته د اندېښنې کمولو لپاره فلم ور ښودل کېږي

Cow dons VR headset on a Russian farm د انځور حقوق Moscow Ministry of Agriculture and Food
Image caption دا اله غواو ته پر سترګو ور تړل کېږي او دوی پر یوه پرده د شنو کروندو فلم یا انځورونه ګوري

په روسیه کې یوه فارم خپلو غواګانو ته ځانګړې اله جوړه کړې، چې د اندېښنې او وېرې پر وخت ورسره مرسته وکړي. دا اله یوه پرده لري، او د غواګانو سترګو ته ور تړل کېږي. پر دې پرده د شنو کروندو مصنوعي فلم ښودل کېږي.

د الې جوړوونکې استدلال کوي چې د دې شنو کروندو په لیدو سره غواوې که په غوجله کې هم ولاړې وي، رواني وضعیت یې ښه کېږي او اندېښنه یې کمېږي.

دا اله د غواګانو د سرونو جوړښت ته په کتو جوړه شوې ده او جوړوونکي یې وایي، پکې ښکاره کېدونکي تصویرونه د غواو پر روان مثبت اغېز کوي.

د روسیې د کرنې او خواړو وزارت وایي، څېړنو ثابته کړې ده چې د غواګانو رواني حالت د شیدو په کچه اغېز کوي، او کومه غوا چې خوشحاله وي، ډېرې شیدې ورکوي.

له لومړنیو ازمېښتونو جوته شوې ده چې دا اله د غواګانو پر عمومي رواني وضعیت مثبت اغېز کوي. د کرنې او خواړو وزارت وایي، دا ازموینې د مسکو په رمنېسکي سیمه کې د روس مولوکو په نامه فارم کې ترسره شوې.

په اعلامیه کې راغلي، له بېلابېلو هېوادونو راټولې شوې بېلګې ښیي چې کله غواګانې په ارامه فضا کې وي، نه یوازې ډېرې شیدې ورکوي، بلکې د شیدو کیفیت یې هم ښه وي.

اوس څېړونکي وایي چې د دې پروګرام اغېزې به په یوه اوږده څېړنه کې ارزوي. د دې الې جوړوونکې وایي، که د څېړنو پایلې مثبتې وې نو دا پروژه به لا پسې پراخه کړي.

ورته مطالب