هندو محصلینو د مسلمان پروفیسر په ګومارنه اعتراض کړی

  • 1 دسمبر 2019 - 10 لیندۍ 1398
د انځور حقوق FIROZ KHAN
Image caption فيروز خان وايي، لاهم نه پوهېږي د ژبې په تجربه کې یې د دین ور داخلول څه تړاو لري.

د هند په شمال بنارس ښار کې زدکوونکو له یوه مسلمان ښوونکي د سانسکریتي ژبې له زدکولو ډډه او لاریون کړی، دا ژبه تر ډېره د لرغوني هند پر دین پورې تړلې ده.

د بي بي سي هندي څانګې یو خبریال رجنیش کومار وايي، د سانسکریتي ادبیاتو د تدریس یو پوست چې د بنارس پوهنتون لرغوني هند ادب پوهنځي کې اعلان شو او فیروز خان په کې د لومړي ځل لپاره ښوونکی وګومارل شو، دی ډېر خوشحاله و.

خو درې اونۍ تېرې شوې او هغه یوه ورځ هم تدریس ونه شو کړی.

فیروز خان د نومبر په ۶مه ښوونکی وګومارل شو، خو ۳۰ زدکوونکي یې د پوهنتون له انګړه ووتل.

کیسه څه ده؟ او ولې دوی ګومان کوي چې یو مسلمان ښوونکی باید هلته ښوونکی نه وي؟

فیروز خان په سانسکریتي ژبه کې پروفیسر دی.

دی وايي: "کله مې چې پلار ښوونځي ته د لېږلو پرېکړه وکړه، د سانسکریتي ژبې د زدکړې یوه ښوونکې یې راته غوره کړه؛ ځکه چې مینه یې ورسره لرله، له سانسکریتي ژبې سره مې ماشومتوب کې مینه وه."

Image caption ځینې محصلین د ښاغلي خان ټولګي ته نه ورځي

په لرغوني هند کې سانسکریتي ژبه هم تدریسېده، چې د خدایانو ژبه یې هم بولي. نن ۱ سلنه هندوان په سانسکریتي ژبه غږېږي او مذهبي کسان په مذهبي مراسمو کې ګټه ترې اخلي.

ددغې ژبې ژوندي پاتې کېدل له هندي دین او مذهبي متنونو سره د تړاو له کبله ده، چې د هند واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند ډېره ګټه ترې واخیسته.

په پوهنتون کې د دغه ګوند یوه محصل شکرباني اوجها وايي، د پروفیسر خان ګومارنه د پوهنتون له قوانینو سرغړونه ده.

خو د پوهنتون چارواکي دا تور ردوي او وايي د خان ګومارل هېڅ کوم قانون نه دی مات کړی. د پوهنتون یوه چارواکي ویلي: "پوهنتون په اتفاق دې دندې ته یو غوره کس ګومارلی".

د پوهنتون تدریس برخه کې هم ځینو غړو د خان دفاع کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سانسکریتي په هند کې د ګڼو ژبو بنسټ دی

پوهنتون کې د اردو ژبې د څانګې مشر پروفیسر افتاب احمد اواکي ویلي: "یو هندو استاد ۳۰ کاله د اردو، فارسي او عربي ژبو د څانګې مشر و، همدارنګه د اردو ژبې څانګه کې هندو استادان هم شته، دین او ژبه بیخي بېلې مسلې دي."

زدکوونکو د پوهنتون په انګړ کې له دې خبرو اورېدو وروسته خپل لاریون پای ته ورساوه، خو وايي د خان تر استعفا وړاندې کولو به ټولګیو ته حاضر نه شي.

خو خان وايي، لاهم نه پوهېږي د ژبې په تجربه کې یې د دین ور داخلول څه تړاو لري.

دی پوښتي: "دا ولې ستونزه ګڼل کېږي چې د یوه دین پلوی د بل دین اړوند ژبه تدریس کړي؟ ویل کېږي هند دوه مخه لري: لومړی یې د ژبې په توګه سانسکریتي دی، او دویم یې سانسکریتي (ادب) دی، که غواړئ په هند پوه شئ، له سانسکریتي ژبې لوستلو پرته نه شئ پرې پوهېدای."

د پوهنتونو نورو ګڼو محصلینو د پروفیسر خان ملاتړ کړی او په یوه غونډه کې یې د هغه په ملاتړ یې "پروفیسر خانه، موږ له تا سره یوو" پیغامونه لېږدولي.

ورته مطالب