د ایران پارلمان د ټولو چارو په سر کې دی؟

د انځور حقوق EPA

د ایران پارلمان ته د نوماندۍ نوملیکنه پرون پیل شوه او د کورنیو چارو وزیر په خبره، په همدغه ورځ ۳۷۸ کسانو نوم لیکلی دی.

د ایران مذهبي مشر د یکشنبې په ورځ د دې وارمخکې نوملیکنې په هکله خبرداری ور کړ:

"موږ ځینې داسې یو، چې یو ځای خالی شي یا ممکن تش شي، سملاسي سترګې ورته نیسو چې هلته ورسېږو، ښه اول تاسو فکر وکړئ چې کولی شئ که نه. اوس چې د پارلمان د ټاکنو لپاره د نوملیکنې خبره شوه، له فکر پرته ور روان دي".

د انقلاب له لومړیو د پارلمان پر اهمیت او مهمو پرېکړو کې د خلکو پر استازۍ او ګډون ټینګار کېږي.

د ایران د انقلاب بنسټګر ایت الله خمیني د پارلمان لومړۍ دورې ته ویلي وو:

"د پارلمان کار اسان نه دی، داسې شی دی چې د هېواد د ټولو چارو په سر کې راځي. مطلب ښه پارلمان هرڅه ښه کوي. بد پارلمان هرڅه بدوي".

د ایران د نظام مسولانو په تېره چې د پارلمان غړي او یا حکومت او پارلمان سره اختلاف لري بیا بیا د ایت الله خمیني دا خبره- چې پارلمان د ټولو چارو په سر کې دی- تکراروي، چې څلوېښت کاله مخکې یې کړې وه.

البته ځینې په دې باور دي چې د ایران پخواني مشر د هغه وخت د حکومت او پارلمان ترمنځ ځانګړې مسله کې داجمله ویلې او تعمیمدېلی نه شي.

د انځور حقوق PRESIDENT.IR/
Image caption د ایران ولسمشر، د پارلمان مشر او د قضایه قوې مشر د اقتصادي همغږۍ شورا ګډه مشري لري.

خو اوس څنګه؟ ایا نن هم پارلمان د چارو سر کې دی؟ د پارلمان مشر علي لاریجاني د دې ادارې دا مقام په سر نه بلکې له رهبرۍ وروسته بولي. هغه پرون خبري غونډې ته وویل:

"په دې مانا نه ده چې پارلمان ټولو چارو کې لاسوهنه کوي او پرېکړه کوي. په هېواد کې تر ټولو لوړ مقام مشرتابه دی، ایا هغوی ټولو چارو کې دخالت کوي؟ نه. مشرتابه لوري مشخصوي. بیا پارلمان دی چې پټلۍ غځوي".

اوس د ځینو وکیلانو په اند د پټلۍ( د اورګاډي سړک) غځولو لپاره لارې ښودل نه غواړي. ځینې وکیلان باوري دي چې اصلا پټلۍ غځول کار نه ور کوي. دا څو ورځې مخکې او چې کله د تیلو بیې لوړېدو له امله مظاهرې زیاتې شوې او پارلمان ته ګوته ونیول شوه، پروانه سلحشوري لومړنۍ وکیله وه چې هڅه یې وکړه ټوېټر کې موضوع روښانه کړه

"تېلو ګرانېدو سره خلک بیا بیا اندېښنه ښيي، درنو وطنوالو ډېر وخت کېږي چې پارلمان د چارو په سر کې نه دی. دا پرېکړه د دریو قوو سرمشریزه کې شوې ده. د ولسواکۍ دا یوه نمیګړې ستن وه، خو فاتحه یې واخیستل شوه. بل پارلمان وتړئ، خپله مقاومتي اقتصاد دی.

د تهران بل استازی علی مطهري ایران ورځپاڼه کې د داسې ادارو نوم یادوي چې د ده په خبره، پارلمان یې محدود کړی دی.

  • د قواو د مشرانو د اقتصادي همغږۍ شورا
  • د نظام مصحلت تشخیصوونکې ټولنه
  • د ملي امنیت ستره شورا
  • د کلتوري انقلاب ستره شورا
  • د مجازي فضا ستره شورا

د قواوو د مشرانو اقتصادي همغږۍ شورا د ایران د مشر په امر د امریکا د بندیزونو د لرې کولو لپاره د اسانتیا برابرولو په خاطرې جوړه شوې ده.

ښاغلی مطهري وايي، دا شورا د هېواد سترو مسلو په هکله هم پرېکړه کوي، داسې کار چې پارلمان یا حکومت یې باید وکړي.

د انځور حقوق EPA

ښاغلی مطهري دا مسله د نورو ادارو په هکله هم یادوي او د بېلګې په ډول د نظام مصلحت پېژاندې ټولنه دویمه نګهبان شورا بولي چې هره مصوبه د ټولو سیاستونو خلاف بللی او ځنډولی شي.

خو علي لاریجاني دا ستونزه نه بولي:

له هغه راهیسې چې ښاغلی روحاني ولسمشر شوی، ډېره هڅه کوي چې دا ادارې قانون جوړ نه کړي. موږ یې هم دې کار ته نه پرېږدو. خپله هم پوهېږي چې باید دا کار ونه کړي. پخوا داسې نه و، کله به یې قانون هم جوړاوه، لکه د واده هڅولو لپاره خبرې یا دې برخه کې قانون لیکل. ښايي تر ډېره مو هدف د قواوو د مشرانو د همغږۍ شورا وي، دا لنډمهالې ده، یانې مشرتابه د اوسنیو شرایطو لپاره په پام کې نیولې ده، خو هغه شورا کې هڅه کوو چې د قانون جوړولو مخه ونیسو.

د هغه په خبره، داسې هم نه ده چې دا ټولې ادارې پرېکړه کوي، ډول ډول پرېکړې او مشرتابه یې باید وګوري چې کومه سمه او کومه ناسمه ده او باید لاسوهنه وکړي. دا هم د قانون خلاف دی، هم ناشونی او هم بې منطقه دی.