د ناټو ۷۰ کلیزه؛ دا ټلواله کمزورې که ځواکمنه شوې

  • 2 دسمبر 2019 - 11 لیندۍ 1398
امریکايي پوځیان لیتوانیا کې د ناټو چوکاټ کې عملیات کوي. د انځور حقوق AFP
Image caption امریکايي پوځیان لیتوانیا کې د ناټو چوکاټ کې عملیات کوي.

د اویا کلونو شتون ښه لمانځل غواړي، خو له لندن بهر د ناټو د دې اونۍ غونډه چې د غړو هېوادونو مشران یې پکې ګډون لري پیکه ده.

د ناټو ویاند د سرمشریزې نوم ور نه کړ، ټینګار یې وکړ چې دا ناسته تر هغه ټیټه ده. هغه وویل، تېر کال یوه بشپړه سرمشریزه وه، دا ناسته به دودیزه اوږده اعلامیه او د راتلونکو پلانونو پایله خپره نه کړي.

ولې دا پیکه توب ، دا هرڅه له هغه وروسته دي چې د ناټو ډېرو مدافعانو په ځینو دلایلو سره دا تړون په تاریخ کې تر ټولو بریالۍ پوځي ټلواله وبلله.

ناټو پر ۱۹۴۹ کال د خپلو غړو د ټولیزې دفاع لپاره جوړه شوه، چې د پخواني شوروي پرضد یې د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ملګري سره وتړل.

د کمونېزم پای یې ولید، له ډز ډوز پرته یې شوروي بلاک مات کړ.

ناټو اول ځل بالکان کې پر ۱۹۹۰ کلونو کې جګړه وکړه، بیا (له خپلې سیمې بهر) په نوم په نوې لار روانه شوه چې پکې د ناټو له پولو بهر عملیات کېږي، چې په افغانستان کې عملیات او د ترهګرۍ ضد پراخه جګړه یې یادولی شو.

ناټو د پراختیا پروګرام هم جوړ کړ چې ورسره دوه چنده شوه. اوس ۲۹ غړي لري او شمالي مقدونیا به یې هم ژر کړۍ شي.

* ترکیه: د فرانسې ولسمشر د ترهګرو ملاتړ کوي

* د فرانسې ولسمشر وایي، ناټو ټلواله ذهناً فلج شوې ده

ناټو چې د پوځي ټلوالې هومره ډيپلوماتیکه ټلواله هم ده، په اروپا کې یې - هغه که بالتیک یا بالکان هېوادونه دي- د نویو ولسواکیو په بنسټولو کې مهم رول لرلی، نوې ځانباوري یې ور کړې او ځواکمن امنیتي چوکاټ کې یې اوبلي دي.

خو دې سره ناټو لا پیاوړې شوې؟

د برتاتوي دفاعي شنونکي پوهاند میکاییل کلارک ځواب(نه) دی:

"ناټو په رښتیا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لویه ټلواله ده. خو نن له نږدې ۳۰ غړو سره تر هغه وخت کمزورې ده چې پخوایې غړي تر دې نیمايي وو".

ناټو له جنجال سره مخ ده، ان که اوس لا ډېره وړتیا هم لري.

د ناټو پراختیا ته یې غړي خوشال دي.

سرمنشي یې ین ستولتنبرګ ماته دا تاریخي بری وباله او ویې ویل: دا تړون د ولسواکۍ او د قانونواکۍ دودولو کې مرسته کوي.

نوې سړه جګړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ۱۹۴۹ کال د امریکا د وخت ولسمشر هاري ترون د ناټو بنسټولو تړون لاسلیکوي.

دې پراختیا د ناټو پولې زر میله یا ۱۶ سوه کیلومتره مسکو ته نږدې کړې دي.

هغه هېوادونه چې یو وخت سور پوځ نیولي او د درې بالتیک جمهوریتونو په څېر یې پخواني شوروي یا د پولنډ په څېر د مسکو پخواني وارسا تړون کې ویلې کړي وو اوس د ناټو مدار کې دي او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین دا نه خوښوي.

روسیه له هرې لارې د تمبولو هڅه کوي، اټومي سلاکوټ ځواکمنوي، بهر کې د خپل نفوذ د نوي کولو هڅه کوي.

سوریه کې د اسد رژیم بېرته په پښو درول یې جنجالي بحث دی، خو یوه بریالۍ هڅه ده.

په اروپا کې پر روسیه د سایبري بریدونو ؛ داسې معلوماتي عملیاتو چې ټاکنو کې د نفوذ هڅه بلل کېږي او ان راډیولوجیکو او کیمیاويي وسلو بریدونو تور کېږي چې لندن او د سوېلي انګلېنډ په سېلزبري کې بردیونه یادولی شو.

* ترکیه نوې وسلې له کومه کوي؟

* ترکیه په ناروې کې د ناټو له مانورو ووتله

سېلزبري کې له وروستي برید وروسته چې مسکو یې په کلکه ردوي د ناټو له هېوادونو د روسیي ډيپلوماټانو او استخباراتي کسانو ایستل لوی ګوزار و.

ډېر خلک د نوې سړې جګړې خبره کوي، خو دا له تېرې سړې جګړې ډېر توپیر لري چې له ۱۹۵۰ تر ۱۹۶۰ کلونو روانه وه.

د روسیې ځواک او نفوذ د پخواني شوروي یوازې یوه نښه ده. دا هم د سړې جګړې یو ډول دی چې د اصلي جګړې په سیوري کې کيږي.

شنونکي یې خړه سیمه بولي، چې پکې د سایبري بریدونو او د کمپېوټرونو د هک کولو په څېر لاس وهنه راځي چې ثابتول یې سخت دي.

ښاغلی کلارک وايي، لوېدیځه نړۍ کې د سیاسي اجماع ستونزه ده او دې سره موږ پوتین ته دا اسان کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر پوتین له ناټو غوښتي چې له سرو کرښو نه واوړي.

هغه زیاتوي روسیه به له راتلونکو لسو تر شلو کلونو ناټو ته ریښتونی سرخوږی وي:

"خو که موږ اجازه ور نه کړو، دا به موږ ته مهم ستراتیجیک چلنج نه وي".

هغه زیاتوي چې روسیه د خپلو موخو لپاره د لوېدیځ له ذاتي نیمګړتیاوو ساده ګټې اخلي:

"که لوېدیځه نړۍ او لوېدیځې ولسواکۍ دې ګواښ ته د ځواب لپاره پوره منسجم نه شي او دا مهال باید ووایم چې داسې نه دي، نو بیا به روسیه راتلونکي کې په اروپايي امنیت کې لوی رول لري".

دوی به پر ایجنډا ولکه کوي. د خلکو خوښې یا غوراوي به محدودوي. دوی به وېرول کوي او د باج لپاره به زور کاروي.

د ناټو سرمشریزه د یووالي، اواري او د راتلونکي لپاره د چلن لار جوړولو لپاره ده. خو د دې ناستې په درشل کې د تشریفاتي غونډې تر شا ستونزې هم وې.

ناټو په ویاړ سره د نویو پروژو د لګښت خبره کوي چې د اروپايي ملګرو دفاعي لګښت به یې راتلونکو کلونو کې ور سره زیاتېږي.

د خپلو غړو ترمنځ یې د مرکزي بودیجې د وېشل نوی فرمول هم لري او دا بودیجه یې د مرکز برسلز او نور پروګرامونو لپاره ده.

دې سره به امریکا لږ او جرمني ډېره بودیجه ور کړي چې لا هم خپله دفاع کې کمې سرچینې مصرفوي.

دا ګام د دې لپاره ده چی ناټو کې د ډېر لګښت ستړی شوی ډونلډ ټرمپ نرم کړي او د ناټو غړو ته د ټرمپ شرموونکې وینا مخنیوي وکړي.

د بوج شریکولو بحث له پخوا ناټو داغلې ،خو ښاغلي ټرمپ نه دی راپور ته کړی.

خو د ډېرو یو بنسټیز حس دا ده چې ناټو د اروپايي ملګرو په ځای دا تړون ډېر د امریکا په ګټه دی.

پر دې سربېره د ناټو غړي هېوادونه باید د خپل کورني ناخالص تولید د لږ تر لږه دوه سلنه پر دفاع ولګوي، خو ډېری یې لا هم له دې حد لرې دي.

ذهني فلج

د انځور حقوق EPA

دا هرڅه په داسې مهال دي چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکغون د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي عملیات غندلي او نیوکه یې کړې ده چې ناټو سازمان دې عملیاتو ته مناسب غبرګون ونه ښود.

ښاغلي مکغون ویلي وو چې ناټو له ذهني پلوه فلج ده او غړي هېوادونه یې پر اساسو مسایلو همکاري نه کوي.

د اهغه دا خبرې په داسې مهال دي چې تېره میاشت د سوریې دیموکراتیک ځواک ویانده جهان احمد فرانسې ته په رسمي سفر ولاړه.

همدې چارې ترکیه په قهر کړې وه. جهان احمد د اکتوبر میاشتې پر اتمه نېټه د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکغون سره هم ولیدل.

ترکیه د "وای پي جي" په نامه د سوریې دیموکراتیک ځواک یوه څانګه ترهګره بولي او د جهان احمد او ولسمشر مکغون د لیدنې پر سبا یې د سوریې په شمال کې د کردي وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په اړه د فرانسې د ولسمشر غندنه رد کړې ده او اېمانوېل مکغون یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی.

راتلونکی به څنګه وي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیه او روسیه د سوریې شمال کې ګډه ګزمه کوي.

د ترکیې عملیات له هغه وروسته و چې امریکا د سوریې له شمال د کوردانو له ځینې سیمو سرتېري و اېستل.

امریکا په دې برخه کې د ناټو له غړو سره مشوره ونه کړه او ترکیې هم دغه سیمه کې بیا عملیات پیل کړل.

اوس چې نړۍ په ډرماټیک ډول بدلېږي دا به د ناټو لپاره سخته وي چې د ۱۹۹۰ کلونو په څېر د سړې جګړې بري وګټي.

د ناټو مشران د ستراتیژۍ بیا کتنې ته اړتیا لري، چې دا ټلواله کومو برخو ته لومړیتوب ور کړي؟

د روسیې ګواښونو سره څه وکړي، د اوڅارېدونکي چین په هکله هم ګډه تګلاره لري که نه او ۲۱ پېړۍ کې به یې لومړیتوبونه څه وي.