د اردن یوې کروندې کې اور ۱۳ پاکستانیان وژلي

  • 2 دسمبر 2019 - 11 لیندۍ 1398
په اردن کې په زرګونو کډوال کارګران په کارونو ګومارل شوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په اردن کې په زرګونو کډوال کارګران په کارونو ګومارل شوي.

د اردن چارواکي وايي په هغه اور کې چې په یوې کروندې کې لګېدلی د اتو ماشومانو په ګډون دیارلس پاکستاني وګړي وژل شوي.

اور په وسپنو هغه پوښل شوي استوګنځي یو په بل پسې وسوځول چې په جنوبي شوانا کې د کارګرانو له پاره جوړ شوي.

پېښه دوشنبه سهار وختي د پلازمېنې عمان لوېدیځ ته کلیواله سیمه کې شوې.

یوه چارواکي ویلي درې نور کسان چې ټپیان شوي ول روغتون ته لېږدول شوي. پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې په موخه یې څېړنې پیل کړي.

یوه چارواکي ویلي دوو کورنیو په هغو موقتي ودانیو کې ژوند کاوه چې د کډوالو کارګرو له خوا د کور په ډول کارېدل.

د اور لامل نه دی معلوم خو یوه حکومتي ویاند ویلي کېدای شي د برېښنا شارتي یې لامل وي.

د اردن په دره کې په زرګونو کډوال کارکوونکي د شخصي شرکتونو له خوا په کار ګومارل شوي چې ډېری يې په نامناسبو ځایونو کې ژوند کوي.