اقلیم
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: نړۍ د نه ستنېدا ځای کې ده

  • 2 دسمبر 2019 - 11 لیندۍ 1398

د ملګرو ملتونو اقليم سرمشريزه، د تودوخې په اړه له هېښوونکې ګوتڅنډنې سره پرانيستل شوې. له غونډې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي ويل نړۍ د نه ستنېدا ځای کې ده.

ګوتڅنډنې او خبرداري تل ورکول کېږي، خو څوک غوږ ږدي؟ نن هم د اقليمي بدلون په اړه راتلونکو ۱۲ مياشتو کې د ډراماټيکو فعاليتونو غوښتنه شوې، داسې حال کې چې د اقليم په اړه د نړيوالو خبرو تازه پړاو لپاره د نژدې دوو سوو هېوادونو استازي مدريد کې سره غونډ شوی دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونيو ګوتېرېش وايي نړۍ اوس د نه ستنېدو ځای ته نژدې شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونيو ګوتېرېش وايي نړۍ بايد د طبيعت پر وړاندې جګړې پای ته ورسوي. ده مدريد کې له دوو اونيو اقليمي سرمشريزې مخکې، چې نن پيل شوې، وويل، کيندنې او برمه کارۍ بايد ودرېږي، او انسان بايد له هغو پراخو امکاناتو او اسانتياو ګټه واخلي چې بيا کارېدونکې انرژي یې وړاندې کوي.