هغه ښځه چې میلیاردونه ډالر یې غلا کړل او لادرکه شوه

Ruja Ignatova د انځور حقوق Shutterstock
Image caption روجا د ۲۰۱۷ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې بیا نه ده لیدل شوې

روجا اګنوټووا ځان ته د "کرپټو کوین" یا ډیجټلي کرنسۍ ملکې لقب ورکړی و. نوموړې خلکو ته ویل، داسې یوه ډیجټل کرنسي یې رامنځته کړې ده چې کولای شي بېټکوین سره سیالي وکړي. خلکو هم پرې باور کاوه او په دې پروژه کې یې میلیاردونه ډالره پانګونه وکړه.

خو دوه کاله وړاندې روجا ناڅاپه لادرکه شوه، او تر نن ورځې بیا چا نه ده لیدلې.

د نوموړې پروژه په ۲۰۱۴ کال کې پیل وه، اصله کیسه په ۲۰۱۶ کال کې هله ګرمه شوه چې د ډاکټرې روجا اګنوټووا په نامه یوه ۳۶ کلنه ښځه د لندن په وېمبلي تالار کې پر دریځ راڅرګنده شوه.

روجا ګرانبیه کمیس اغوستی و، شونډې یې سرې وې او اوږدې د الماسو والۍ یې له ورایه ښکارېدې.

په تالار کې راټولو خلکو ته یې وویل، ډېر ژر به یې کرنسي په نړۍ کې تر ټولو ځواکمنه او پراخه ډیجټلي کرنسي وي، داسې کرنسي چې پر مټ به یې هر څوک وکولای شي د نړۍ په هر ګوټ کې د پیسو تبادله وکړي.

هغه مهال بېټکوین د نړۍ تر ټولو لویه ډیجټلي کرنسي وه، او په دېر کم وخت کې یې خورا ډېر ارزښت ترلاسه کړی و. خلک هم د ډیجټل کرنسۍ په اړه دې وضعیت ته خوشحاله وو او هر چا پکې پانګونه کوله، ځکه نو د ډېرو لپاره د روجا اګنوټووا پروژه هم یو نوی فرصت و.

Image caption روجا ځان ته د ډیجټل کرنسۍ د ملکې لقب ورکړی و

روجا خپلې کرنسۍ ته د "ون کوین" نوم ورکړی و. نوموړې ویل، دا کرنسي به بېټکوین مات کړي او بیا به څوک د بېټکوین نوم هم پر خوله وانخلي.

د نړۍ له هرې برخې خلکو په دې نوې پروژه کې پانګونه پیل کړه او هیله یې دا وه چې د یوه نوي انقلاب برخه و اوسي.

هغه اسناد چې بي بي سي ته رسېدلي، ښیي چې یوازې په برتانیا کې خلکو په لومړیو شپږو میاشتو کې د روجا په دې پروژه کې کابو ۳۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړه.

خو یوازې برتانیا نه وه. له پاکستانه تر برازیل، له هانګ کانګه تر ناروې، له کاناډا تر یمن، ان له فلسطینه هم خلکو خپله شتمني په دې پروژه کې بنده کړې وه.

خو د لویو شعارونو او ژمنو سره سره بیا هم داسې حس کېده چې څه نا څه جنجال شته. ناخبره خلکو تمه کوله چې پانګونه به یې ژر په ګټه بدله شي او نغدې پیسې به ترلاسه کړي.

خو دا چاره وځنډېده او له دې سره پانګوال هم یو څه اندېښمن او ناکراره شول.

بلاخره د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې د پرتګال په لېزبن ښار کې د دې پروژې په یوه لویه غونډه کې خبره بربنډه شوه.

د انځور حقوق Alamy
Image caption د روجا مرکزي دفتر د بلغاریا په سوفیا ښار کې و

تر دې دمه روجا اګنوټووا هر وخت هرې غوڼډې ته پر وخت رسېده او کارونه یې ټول منظم وو. خو پر هغه ورځ د غونډې د ګډونوالو د تمې برعکس روجا را ښکاره نشوه.

د غونډې جوړوونکو په وارخطایۍ یو خوا بل خوا زنګونه ووهل او حال یې ولېږه، خو د روجا درک نه و. ان خپل دفتر یې هم نه و خبر چې چېرې ده.

ځینو سره دا اندېښنه وه چې ښایي چا وژلې یا برمته کړې وي. دوی فکر کاوه چې روجا د بانکونو په سترګو کې ازغی و، نو کېدای شي هغوی پرې څه کړي وي.

خو حقیقت دا و چې روجا د ځمکې له مخې لادرکه شوه. د اېف بي ای اسناد ښیي چې نوموړې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۵مه نېټه له سوفیا ښاره په یوه الوتکه کې یونان ته روانه شوه.

هغه الوتکه له هوا ترۍ تم شوه، او له هغې ورځې وروسته روجا بیا هېچا نه ده لیدلې.

ورته مطالب