یو پاکستانی عراق کې ۵ لکه ونې لګوي

محمدی دربار د انځور حقوق Reuters
Image caption محمدي در بار د نجف او کربلا ترمنځ په لار کې دا ونې لکوي چې خلک له ګرمۍ بچ شي.

د پاکستان د کراچۍ استوګن ۸۵ کلن محمدي دربار کورنۍ چې کله تېر کال د امام حسین د څلوېښتۍ لمانځلو ته عراق ته لاړه، نو دښته کې د سختې ګرمۍ له امله جړ ووهله.

دا ځکه وشول چې عراق کې د شیعه مسلمانانو د سپېڅلو ځایونو نجف او کربلا ترمنځ سړک کومه ونه نه لري.

ځکه د محمدي دربار زړه کې ور تېر شول چې پر دې ۷۵ کیلومتره اوږد سړک ونې لکې کړي.

* ونې له ونو سره خبرې کوي

* ''ونې خوږیږي، میخونه پرې مه وهئ''

هر کال صفره میاشت کې د امام حسین څلوېښتۍ کې د ګډون لپاره لکونه کسان عراق ته ځي، چې ډېری یې د نجف له لارې کربلا ته ځانونه رسوي.

له بي بي سي سره خبرو کې هغه وویل، چې بوټي تیار شول، خو عراق ته یې لېږل او هلته یې لکولو ته اجازه پکار وه.

دې کار ته پاکستاني او عراقي حکومت باید اجازه ور کړې وی.

د انځور حقوق Facebook/@ImamAliNet
Image caption د امام حسین څلوېښتۍ کې زیارتوال له نجف تر کربلا پلي ځي.

نوموړی له پاکستان د اجازې غوښتلو کې بیروکراسي یادوي او وايي، خو بالاخره یې اجازه واخیسته.

بیا یو کال مخکې عراق ته لاړ، له چارواکو سره یې خبره او دا ژمنه هم وکړه چې ونې به پالي.

* ډیلي کې "ونې وژغورئ" کمپاین

* له سېلاب تښتېدلې ښځې ونه کې لور وزېږوله

نوموړي د سیمې تودوخې ته په پام ونې غوره کړې او همدا وجه وه چې عراقي حکومت یې هرکلی وکړ.

دا مهال محمدي دربار نجف کې دی او وايي، ټول خلک ور سره همکاري کوي او دا مشوره یې هم ور کړه چې کومې ونې ولګوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption عراق ته تر لېږلو مخکې کراچۍ کې د بوټو حالت کتل کېږي.

ښاغلی دربار وايي، ۱۱ ډوله ونې لکول غواړي، تراوسه یې ۵۰ زره بوټي تیار کړي او تر دې دمه یې عراق ته پنځه زره رسولي دي.

خو عراق کې د مظاهرو له امله د محمدي دربار کار هم اغېزمن شوی او دغه هېواد ته د بوټو رسول یې ستونزمن شوي دي.

نوموړی د ایران له لارې تر عراق دا ونې رسوي او وايي، اوس یې یو ټرک یا لارۍ د ایران له لارې عراق ته رسېږي او دی ورته منتظر دی.

دې ګاډي سره درې بوټپوهان هم دي: "د عراق حکومت ته مې وویل، چې بوټپوهان به زما وي او مزدوران به عراقی حکومت برابروي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption مزدوران ګاډي ته ونې خېږي چې عراق ته وړل کېږي.

عراق ته تر رسېدو وروسته به دا بوټي بغداد کې ساتل کېږي او مارچ کې به یې لګول پیل شي، خو تر دې مخکې محمدي غواړي چې ټیکټر او د بوټو لپاره ګوړي باسونکی ماشین عراق ته ورسوي.

د عراق حکومت د بوټو اېښودو ځای برابر کړی، د بوټو لګولو د اتو مزدورانو او بوټپوهانو تنخا هم ور کوي، خو د بوټو د راوړلو او خپل ځای ته لېږدولو لګښت د محمدي په غاړه دی.

هغه ته عراقي حکومت په دغه هېواد کې استوګنه هم برابره کړې ده.

لومړي پړاو کې ۵۰ زره بوټي لګول کېږي، خو محمدي دربار یې تر پنځو لکو رسوي.

د بوټو پالل

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کراچۍ یوه فارم کې بوټي چې عراق ته وړل کېږي.

محمدي دربار وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې دلته د بوټو د ودې او خړوبولو حالت لیدلی او په دې ډېر خوشال دی چې دلته اوبو ته ډېره اړتیا نشته:

یوازې دوه کاله یې باید وپالم، وروسته به خپله لویېږي.

دی وايي د څارلو لپاره به خپله عراق ته ځي او دا درې بوټپوهان به هم هلته اوسېږي.

لګښت څومره دی؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption محمدي دربار عراق ته ۱۱ ډوله بوټي وړي.

ځواب کې محمدي دربار وايي، د امام حسین خدمت کې یې چې هرڅه په وس وی نه یې درېغوي.

خو د خپلې کورنۍ هم منندوی دی او وايي، که ۸۵ کلنۍ کې یې کورنۍ ور سره نه وی، نو دا ټول ورته ناشوني وو.

محمدي دا هم غواړي چې راتلونکي کې د امام حسین او د هغه د ورور حضرت عباس د روضې شاوخوا د ګلونو ونې ولګوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مزدوران په احتیاط سره بوټي په ټرک کې ږدي.

ورته مطالب