بلجیم کې ۹ کلن ماشوم له پوهنتونه فارغېږي

Laurent Simons in a lab د انځور حقوق EVN
Image caption لاورن د پوهنتون دوره په ۹ میاشتو کې بشپړه کړې ده

لاورن سایمنز د بلجیم دی. په څلور کنلۍ کې لومړنی ښوونځی پیل کړ. همځولي یې لا لېسې ته نه دي رسېدلي، خو لاورن به ډېر ژر د ۹ کالو په عمر له پوهنتونه فارغ شي.

لاورن له دویم ټولګي نه تر شپږم ټولګي پورې ټوله دوره په یو کال کې بشپړه کړه. راتلونکي شپږ کاله درسونه یې هم یوازې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ کړل او بیا یې د لنډ وخت لپاره دمه واخیسته.

یو څو میاشتې یې کور کې په ساعتېرۍ تېرې کړې، او بیا په اته کلنۍ کې یې پوهنتون کې داخله وکړه.

په ۹ میاشتو کې لېسانس

لاورن د انجینرۍ پوهنځي ته بریالی شو او ټوله دوره یې یوازې په ۹ میاشتو کې بشپړه کړه. دی به په روانه دسمبر میاشت کې له دې پوهنځي فارغ شي.

خو جالب دا ده چې لاورن پخپله هم نه پوهېږي چې دا مزل یې څنګه په دومره لنډ وخت کې بشپړ کړ. بي بي سي هم همدا پوښتنه ورنه وکړه. لاورن په ځواب کې وویل، دی هم نه پوهېږي.

د لاورن د خوښې موضوع دا ده چې تکنالوژي څرنګه د انسان له بدن سره مرسته کولای شي.

د خپلې څېړنې لپاره پر یوه داسې چېپ یا پتري کار کوي چې د انسان له مغزو سره به وصل وي. دا چېپ یا پترۍ به وکړای شي چې د اساني مغز ګڼ فعالیتونه وڅاري او ارزونه یې وکړي.

د انځور حقوق Laurent Simons
Image caption د لاورن نیا او نیکه هغه لومړني کسان وو چې د ده وړتیا ته یې پام شو

خو د لاورن کورنۍ کې ډېری کسان ډاکټران دي. اوس نو دی هم غواړي چې پر انجینرۍ سربېره طب هم ولولي، او بیا ورپسې دوکتورا هم واخلي.

خو د ده هوډ یوازې تر اکادمیکو سندونو محدود نه دی، بلکې نورې پروژې یې هم په ذهن کې دي. دی غواړي چې د بدن لپاره مصنوعي غړي جوړ کړي.

مصنوعي غړي د انسان لخوا جوړېږي او ګڼو کسانو سره مرسته کولی شي، لکه هغه کسان چې زړه یا پښتورګي یې خراب وي. لاورن وایي، له دې کاره یې موخه دا ده چې د انسانانو ژوند اوږد کړي.

د لاورن نیا او نیکه هغه خلک وو چې د ده وړتیا یې وپېژانده، ان مخکې له دې چې لاورن ښوونځي ته ولاړ شي. پلار یې الېکسانډر سایمنز وایي، نیا او نیکه یې په لاورن کې شته ځانګړتیاوې ولیدې او په دې اړه یې خبرې پیل کړې.

په پیل کې یې د نیا او نیکه خبره د چا زړه ته نه لوېده. خو کله چې په لومړني ښوونځي کې د لاورن استاد هم د هغه وړتیاو ته پام شو او یادونه یې وکړه، خبره جدي شوه.

مور او پلار یې هوکړ وکړ چې مالومه کړي زوی یې ولې له ذهني پلوه دومره پیاوړی دی. په پیل کې ان کارپوهان هم پر دې خبره نه پوهېدل او ځواب یې نه درلود.

د انځور حقوق Laurent Simons
Image caption لاورن وار د مخه مشهور شوی دی او پر انسټاګرام ۳۵ زره مینه وال لري

په پوهنتون کې لارون له نورو مشرانو محصلینو سره یو ځای نه کېني. د ده لپاره یوه جلا کوټه ځانګړې شوې ده او پوهنتون غواړي چې دی هلته ارام او په خپله انداز یا طریقه زدکړې وکړي.

پلار یې وایي، لاورن اوس د ماشومتوب خوشحالیو په کیسه کې نه دی، او د دوی لخوا هم پرې کوم فشار نشته.

لاورن وار د مخه مشهوره شوی او پر انسټاګرام ۳۵ زره مینه وال لري. هلته دی د خپلو سپیو سره د لوبو، د لمبا او رسنیو سره د خپلو مرکو عکسونه شریکوي.

پلار یې وایي، لاورن تل خپلو ملګرو ته له رسنیو سره د خپلو مرکو په اړه غږېږي.

موزارټ په پنځه کلنۍ کې د موسیقۍ کمپوزونه جوړول. پیکاسو په ۹ کلنۍ کې خپل لومړی انځور کښلی و. خو دېری نابغه ماشومان چې کله زلمي شي نو له صحنې ورکېږي.

پوښتنه دا ده چې ایا لاورن به هم د خلکو هېر شي. پلار یې فکر کوي چې لاورن به بریالی کېږي، ځکه هره خبره چې کوي، پوره کوي یې.

ورته مطالب