فرانسه کې د یهودانو پر قبرونو د نازیانو نښان کښل شوی

Desecrated gravestones in Westhoffen, eastern France د انځور حقوق Préfet 67/Twitter
Image caption له دې څو ورځې مخکې د فرانسې ختیځ ښارګوټي ویسټهوفین ته نژدې یوه کلي کې هم ورته پېښه شوې وه

فرانسه کې د یهودانو په یوه هدیره کې له سلو پر ډېرو قبرونو د نازیانو نښان (سواستیکا) کښل شوی دی. دا په فرانسه کې د یهودانو پر ضد د کرکې څرګندونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.

له دې څو ورځې مخکې د فرانسې ختیځ ښارګوټي ویسټهوفین ته نژدې یوه کلي کې هم ورته پېښه شوې وه. پېښې ته په غبرګون کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، هېواد به د یهودانو ضد فعالیتونو سره تر هغه مبارزه کوي، چې مړي یې په ارام نه وي پرېښودل شوي.

فرانسه کې د اروپا بل هر هېواد پرتله ډېر یهودان اوسي، چې شمېر یې ۵۵۰ زره کسانو ته رسېږي. له جرمني سره د فرانسې د پولې سیمه کې له څه مودې راهیسې د یهودانو پر ضد د کرکې پېښې ډېرې شوې دي.

د ځینو قبرونو پر شناختو ۱۴ شمېره هم لیکل شوې، چې معمولاً یې سپین پوټکي نژاد پالي د خپل سمبول په توګه لیکي. د ویسټهوفن هدیره کې د فرانسې پخواني لومړي وزیر لیون بلوم د یو شمېر خپلوانو په ګډون نژدې ۷۰۰ قبرونه دي.

د انځور حقوق Préfet 67/Twitter
Image caption په دې وروستیو کې په فرانسه کې د یهودان پر ضد کرکه ډېره شوې ده

لیون بلوم د فرانسې لومړنی یهودي مذهبه لومړی وزیر و چې له دویمې نړیوالې جګړې مخکې او لږ وروسته یې حکومت کاوه. تېرو څو کلونو کې په فرانسه کې د سخت دریځو اسلامپالو او توکمپالو ښي اړخو له لوري پر یهودانو بریدونه ډېر شوي دي.

د سې شنبې پر ورځ د فرانسې ملي اسمبلۍ د یوه قرارداد طرح تایید کړه چې له مخې یې له اسراییلو د کرکې څرګندونه هم د یهودانو پر ضد د فعالیت بېلګه بلل کېږي. د ولسمشر مکرون د واکمن ګوند په ګډون د پارلمان یو شمېر غړو د دې طرحې خلاف رایې ورکړې وه.

ورته مطالب