د نړۍ شتمن خلک اوس د مالټا "طلایي پاسپورټ" اخلي

مالټا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مالټا هېواد پاسپورټ د یو میلیون یورو پانګونې په بدل کې ترلاسه کېدلی شي

د اروپایي ټولنې یو پلاوی په دې موخه مالټا هېواد ته تللی دی چې هلته د طلایي پاسپورټ په نامه د د دې هېواد د حکومت یوه نوي قانون په اړه پلټنې او ارزونې وکړي.

د مالټا هېواد د دې نوي قانون په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې ډېرې شوي دي، او اروپایي چارواکي وېره لري چې دا پروژه د نړۍ له نورو برخو مجرمانو او قاچاقبرو ته د تېښې لار او اروپایي هېوادونو ته د راتلو زمینه برابروي.

د اروپایي پارلمان یوه وکیله صوفي وېلډ وایي، هر هغه کس چې له ځان سره مالټا هېواد ته ۹ لکه یورو راوړي، د دې هېواد پاسپورټ ورکول کېږي او په دې توګه د اروپایي اتحادیې تابعیت هم ترلاسه کوي.

اوس دا پروګرام په یو نړیوال مارکېټ بدل شوی دی او د نړۍ شتمن کسان له لوړو مالیو نه د پټېدو، د لوړ معیار زدکړو او سیاسي موخو لپاره مالټا ته ځي.

اوس اروپایي ټولنه وایي، په پیسو د اروپایي تابعیت اخیستلو دا پرواګرام له نژدې څاري.

دا پروګرام څه ډول چلېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اروپایي ټولنه اندېښنه لري چې ځینې کسان له مالیې د پټېدو لپاره د مالټا پاسپورټ اخلي، او یا هم مجرمان دي او په تېښته دي

د مالټا حکومت په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ د شتمنو کسان د پانګونې جذبولو لپاره دا پروګرام پیل کړ. هغه کسان چې غواړي د مالټا تابعیت ترلاسه کړي باید د دې هېواد د ملي پراختیا پروژې ته شپږ نیم لکه یورو ورکړي.

دوی همدا راز باید د ونډو په بازار کې د یو نیم لک یورو په بیه د مالټا ونډې واخلي.

همدا راز د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره بهرنیان اړ دي چې په مالټا کې داسې کور یا جایداد یې لږ تر لږه درې نیم لکه یورو وي، او یا هم داسې یو کور کرایه کړي چې کلنۍ کرایه یې ۱۶ زره یورو وي.

عریضه کوونکي باید د غوښتنې پر وخت لږ تر لږه د تېرو ۱۲ میاشتو راهیسې مالټا ویزه یا د استوګنې اجازه ولري، خو دا اړینه نه ده چې دوی دې دا ۱۲ میاشتې هلته تېرې کړې وي.

د دې پروګرام له پیلېدو راهیسې تر دې دمه پورې ۸۳۳ کسانو او د دوی د کورنیو ۲۱۰۹ غړو له همدې لارې د مالټا طلایي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.

د مالټا پاسپورټ لرونکي خلک کولای شي چې کابو ټولو اروپایي هېوادونو ته ازاد او بې ویزې سفر وکړي، ځکه مالټا د شېنګن ویزې د ټولنې غړی هېواد دی.

دا پاسپورټونه څوک اخلي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مالټا حکومت ټینګار کوي چې دا پرواګرام یې خوندي دی

د مالټا حکومت د هغو وګړو د اصلي هېوادونو په اړه جزئیات نه په ډاګه کوي چې له دې لارې د دې هېواد تابعیت ترلاسه کوي، خو دا مالومات شریکوي چې د نړۍ له کومو برخو ډېر خلک عریضه کوي.

تر ټولو ډېر کسان له اروپایي هېوادونو ورځي، او له دوی وروسته منځني ختیځ، خلیجي هېوادونو او اسیایي هېوادونو وګړي دي.

خو په وروستیو کلونو کې په دې پروګرام کې د سعودي عربستان، روسیې او چین وګړو شمېر ډېر شوی دی.

که څه هم تر یو ډېر پاسپورټونه درلودل د نړۍ په ګڼو برخو کې عادي خبره ده، خو اندېښنه دا ده چې ځینې وګړي د مالټا هېواد له دې پروګرامه ناوړه ګټه پورته کوي.

د بېلګې په توګه د اقتصادي همکارۍ او پراختیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۸ کال کې په خپل رپوټ کې وویل، مالټا کې د هغو وګړو شمېر ډېر دی چې له مالیو پټېږي، او له همدې کبله یې دا هېواد په خپل تور لېست کې هم شامل کړ.

خو د مالټا حکومت وایي، دوی د هر پاسپورټ اخیستونکي وګړي په اړه کره پلټنې کوي دا پروګرام یې خوندي دی.

ورته مطالب