ټرمپ: د کاناډا لومړی وزیر 'دوه مخی' دی

ټروډو او ټرمپ د انځور حقوق Reuters
Image caption ټروډو ویلي هدف یې د ټرمپ پر خبري غونډې ملنډې وهل نه وو.‌

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو د هغې وېډیو له کبله"دوه مخی" بللی، چې په وینا یې برتانیا کې یې د ناټو سرمشریزې پرمهال پر ده ملنډې وهلې دي.

په وېډیو کې ټروډو، د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ټرمپ د احتمالي خبري ناستې په اړه بحث کوي.

د ناټو په اویایمه سرمشریزه کې مشرانو پر یوه خوله په یوه بیان هوکړه وکړه، خو ځینې مخالفتونه هم وو.

ټرمپ تر سرمشریزې وروسته ټاکل شوې خبري غونډه لغوه کړه او خبریالانو ته یې وویل: "سملاسي به بېرته سرمشریزې ته ستانه شو، باور کوم موږ په کافي اندازه خبري ناستې درلودې".‌

وېډیو کې څه دي؟

په یوه لنډه وېډیو کې چې د کاناډا رادیو (سي بي سي) پر ټوېټر خپره کړې ده، ټروډو له نورو مشرانو سره د خبرو پرمهال ښکاري.

په پیل کې بوریس جانسن له مکرون پوښتي "ایا همدا ستا د ناوخته کېدو لامل و؟"

بیا ټروډو مداخله کوي او وايي له ټرمپ سره یې چې خبري ناستو کې کوم وخت لګولی "له کبله یې ناوخته شو چې ټیک ۴۰ دقیقې وخت یې اخیستی".‌

د انځور حقوق AFP
Image caption ناټو کې د غړو هېوادونو مشران

دغه نړیوال مشران نه پوهېږي چې ګني د خبرو او بحث وېډیو یې ثبتېږي.

وروسته ټروډو ویلي هدف یې د ټرمپ پر خبري غونډې ملنډې وهل نه وو.‌

دی وايي: "له ټرمپ سره ډېرې ښې اړیکې لرم".‌

ورته مطالب