هند کې تازه احتجاجونه: پولیسو زرګونه کسان نیولي دي

هند د انځور حقوق Getty Images

هندي پولیسو زرګونه هغه کسان نیولي چې د تابعیت یوه ناندریز قانون خلاف یې له بندیزونو سره هم احتجاج کاوه. دې لړ کې د پلازمینې ډيلي په ځینو سیمو او د کرناټک او اترپردېش ایالتونو کې بشپړ بندیز لګېدلی دی.

د پلازمېنې هغو سیمو کې چې احتجاج په کې کېږي، موبایل خدمتونه هم بند دي. د نوي قانون له مخې له پاکستان، بنګله دېش او افغانستانه هند ته په غیر قانوني توګه تللیو غیر مسلمان کډوالو ته د هند تابعیت حق ورکول کېږي.

د دغه قانون له تصویب وروسته د هند په یو شمېر سیمو کې سخت احتجاجونه شوي، چې یو شمېر یې خونړي هم وو او له همدې کبله په ځینو سیمو کې د امنیت یوه سخت قانون له مخې له څلورو زیاتو کسانو ته د یو ځای کېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

په نیول شویو کې د بنګلور مشهور تاریخ لیکونکی راماچندرا ګوها او پلازمېنه ډیلي کې مشهور سیاسي فعال یوګېندرا یادېو هم شامل دي چې دغه دواړه کسان پر حکومت سختې نیوکې کوي.

بل لور ته د اترپردېش، بنګلور، حیدراباد، پټنې، چندیګړ ډیلي او نورو ښارونو په لارو کوڅو کې لسګونه زره کسان احتجاجونه کوي او مدني فعالان، سیاسي کارکوونکي، محصلین او عام خلک د خواله رسنیو له لارې له خلکو غوښتنه کوي چې لارو کوڅو ته د سوله ییز احتجاج لپاره ووځي.

د ممبۍ په اګست کرانتي میدان کې سلګونه فعالان او محصلین د احتجاج لپاره یو ځای شوی او ګومان کېږي چې د فلمي صنعت شخصیتونه به هم ورسره یو ځای شي.

په لکنو کې د پولیسو او احتجاجیانو تر منځ د اخ و ډب رپوټونه ورکړل شوي دي، چې ښاري بسونو ته پکې اور اچول شوی دی.

بل لور ته لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د سې شنبې پر ورځ وینا کې وویل، 'اپوزیسیون دروغ او ګنګوسې خپروي ' او تور یې پورې کړ چې 'د تاوتریخوالي او جعلي اړودوړ حالت ' رامنځته کولو لپاره خپل ټول زور کاروي.

د کورنیو چارو وزیر امت شاه وايي: 'زه او زما حکومت د یوه کاڼي په څېر کلک ولاړ یو او د تابعیت احتجاجونو له کبله به هېڅ پر شا نه شو. '

اړونده مطالب