یو خیالي هېواد د امریکا د "ملګرو هېوادونو" په نوملړ کې راغلی

واکنډا په یوه خیالي کیسه کې یاد شوی هېواد دی چې د تور پړانګ په نامه خیالي رول پلرنی ټاټوبی دی. دغه رول پروسږ کال د یوه فلم برخه و د انځور حقوق MARVEL/DISNEY
Image caption واکنډا په یوه خیالي کیسه کې یاد شوی هېواد دی چې د تور پړانګ په نامه خیالي رول پلرنی ټاټوبی دی. دغه رول پروسږ کال د یوه فلم برخه و

د امریکا د کرڼې وزارت د واکنډا په نامه خیالي هېواد د وړیا ګمرکي تعرفې لپاره د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی. د امریکا دغې ادارې یوه ویاند ویلي، د کارکوونکو تمرین پر مهال په تېروتنه د واکنډا سلطنت په نامه هېواد د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی و، چې اوس یې لېرې کړی دی.

د ادارې انلاین ګمرکي تعرفې څانګه کې د خرو، هیلیو او غواوو په ګډون د یو شمېر داسې څارویو او څېزونو نومونه لیکل شوي چې ګواکې دواړه هېوادونه یې خپلمنځي سوداګري کوي.

د عجایبو کاینات په نامه خیالي کیسو کې واکنډا په ختیځه افریقا کې د دغو نکلونو د تور پړانګ نومي اتل پلرنی ټاټوبی بلل شوی دی.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د خیالي هېوادونو نومونه په واقعي نړۍ کې یادېږي. ۲۰۱۷ کال کې د پولنډ هغه مهال بهرنیو چارو وزیر ویتولد واسزېکوسکي خبریالانو ته وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیتوب تر لاسه کولو هڅو په لړ کې یې د بیلایز او ایسکوبار هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.

نوموړي د دغو هېوادونو نومونه داسې حال کې یاد کړل چې له سره د ځمکې پر سر شته نه. خو ځینو نورو بیا د داسې هېوادونو له نومونو انکار کړی چې په نړۍ کې موجود دي.

د بېلګې په توګه ۲۰۰۴ کال کې اروپايي ټولنې د برتانیا په ګډون د غړو هېوادونو په اړه د معلوماتو یو لارښود خپور کړ، چې د ویلز نوم پکې نه و یاد شوی.

امریکايي چارواکو له هغه وروسته له خپل لېسته د دغه مجازي هېواد نوم لېرې کړ، چې ځايي رسنیو یې په اړه معلومات خپاره کړل او د طنز په ژبه یې ورسره ولیکل چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه جګړه پیل شوې ده.

واکنډا لومړی ځل په ۱۹۶۶ کال کې د انځوریزو کیسو په یوه کتاب کې یاد شو او بیا تېر کال په یوه اسکر جایزه ګټونکي فلم کې د تور پړانګ له رول سره یو ځل بیا ذهنونو کې تازه شو.

د نیویارک یوه سوفټویر انجنیر فرانسس څینګ لومړی ځل د یوه اسکالرشپ لټون پر مهال د بېلا بېلو هېوادونو سوداګریزو تعرفو په لیست کې د واکنډا نوم هم وموند.

نوموړي رویټرز خبري اژانس ته وویل، په رسمي لیست کې د دغه هېواد نوم حیران کړ او دا چې فلم یې لیدلی و، ځکه یې سملاسي تېروتنې ته پام واوښت.

د واکنډا له نوم لرې کولو وروسته یوه حکومتي ویاند واشنګټن پوسټ ورځپانې ته وویل، دغه نوم د کارکوونکو تمرین لپاره استعمال شوی و او داسې تمه نه کېده چې په انلاین خپاره لیست کې به ځای ورکول کېږي.