"مړی یې را وځړوئ"؛ د مشرف د اعدام حکم کې جنجالي جمله

پرویز مشرف د انځور حقوق APML
Image caption د محکمې یوه قاضي حکومت ته امر کړی چې جنرال مشرف ژر تر ژره ونیسي

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد د پخواني پوځي مشر جنرال مشرف پر ضد د اعدام سزا بشپړه پرېکړه نن خپره کړې. د دې محکمې په درې قاضیانو کې یوه ویلي، چارواکو ته که د مشرف مړی هم په لاس ورشي، نو د اسلام اباد پر ډي څلورلارې دې يې تر درې ورځو پورې را وځړوي.

د سېټ وقار او شاهد کریم په نامه دوه قاضیانو جنرال مشرف د خیانت او اساسي قانون ماتولو په جرم پړ بللی، خو دریم قاضي نذر اکبر له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

قاضي سېټ وقار ویلي، چارواکي باید ژر تر ژره جنرال مشرف ونیسي او قانوني چلن ورسره وکړي، او که د هغه مړی هم په لاس ورشي نو باید د درې ورځو لپاره د اسلام اباد پر ډي چوک را وځړول شي.

د ډېرو شنونکو په باور همدې یوې سختې او ناندریزې جملې د محکمې پر ټوله پروسه او حکم سیوری کړی، او ځینې هغه کسان هم چې د جنرال مشرف د محاکمې پلویان وو، اوس وایي چې قاضي باید دا ډول ژبه نه وای کارولې.

د پاکستان پوځ هم په بشپړې پرېکړه کې پر کارولو شویو کلماتو او ژبه، یعنی د مړي پر ځړولو د سختې غوسې څرګندونه کړې او دا يې د پاکستان ضد د بهرنیو کړیو سازش بللی.

د انځور حقوق Peshawar High Court
Image caption قاضي سېټ وقار ویلي، د مشرف مړی دې هم درې ورځې په اسلام اباد کې را وځړول شي

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر ای ایس پي ار ویلي، د دغې پرېکړې په تړاو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه تر منځ مهمې خبرې او پرېکړې شوې چې ژر به اعلان شي.

د ای ایس پي ار مشر جنرال اصف غفور یوې خبري غونډې ته وویل، په هره بیه د هېواد او ادارې د وقار ساتنه وشي. د ښاغلي غفور په خبره په پرېکړه کې کاروول شوي توري د بشریت، دین، مدنیت او ټولو ارزښتونو خلاف دي.

تردې وړاندې تېره شپه پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د هغه ضد د دغې پرېکړې لامل شخصي دښمني بللې او تور يې پورې کړی، چې قاضیانو له خپله واکه ناوړه ګټه اخیستې ده.

د انځور حقوق ISPR
Image caption د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، د پوځ مشر له لومړي وزیر عمران خان سره د مشرف د اعدام پر موضوع خبرې کړې دي

د یادونې ده چې د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف پر ضد د اسلام اباد یوې ځانګړې محکمې دوې ورځې وړاندې په یوې لنډې پرېکړه کې هغه ته د مرګ سزا اورولې، چې نن يې بشپړه پرېکړه خپره کړې.

دا د پاکستان په تاریخ لومړی ځل دی چې کوم پوځي مشر ته دومره لویه سزا ورکول کېږي، خو په ورته وخت کې ډېری لاهم په دې باوري دي، چې د پخواني پوځي مشر ضد دغه پرېکړه به عملي نه شي.

په پاکستان کې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت یو شمېر وزیران او د دې هېواد لوی څارنوال وايي، د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف په قضیه کې نوموړی نه دی اورېدل شوی او په خبره يې ناانصافي ورسره شوې ده.

د پاکستان لوی څارنوال ویلي، دوی به د دغې پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته د پروېز مشرف په عریضه کې د هغه مرسته کوي.

ورته مطالب