ویلادیمیر پوتین د "لوڼو" اړوند پوښتنې له ځواب تېر شو

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسیې ولسمشر د روان کال د پای خبري غونډه کې د خپلو دوو لوڼو د پوښتنې په هکله له ځواب ډډه وکړه.

دا خبرغونډه پر حکومتي تلوېزون ژوندۍ خپرېدله.

وپوښتل شو- کله به دا تایید کړي چې کترینا تیکونوا او ماریا ورونڅوا د هغه دوه لوڼه دي چې لا یې هم د مسلک او پېژندګلي په هکله حکومتي مالومات نشته- خو نوموړي څه ونه ویل.

د نوموړي دوه لوڼه ځینې وخت د روسیې پر حکومتي تلوېزون لیدل شوې، خو د مسلک او له لویو ادارو سره د اړیکو په هکله یې کورنی تړاو نه دی یاد شوی.

ولسمشر پوتین د بي بي سي د روسي څانګې د خبریال پوښتنې ته ځواب کې وویل:

"تاسو د کاروباري مسلې خبره وکړه، یو ځل مو د یوې بیا د بلې مېرمنې یادونه وکړه. تاسو ټول څه ونه ویل، تاسو د هغوی د شخصي کاروبار یادونه وکړه. تاسو د هغوی د کاروباري پراختیا خبره وکړه، ټول څه مو ونه ویل، تاسو یوازې یو څه حقیقت ووایه چې پوره نه دی".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پوتین د هر کال پای کې داسې خبري غونډه لري چې سلګونه خبریالان ورځي او په ګړیو ګړیو خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړه، "د هغوی د کاروبار په هکله نور مالومات وکړئ، بیا به مالومه شي چې څه کار کوي. له چا سره تړاو لري او څوک یې مرسته کوي".

خو پوتین د تیکونوا د کمپنۍ انوپرکتیکا یادونه وکړه چې پر ۲۰۱۸ کال یې ډېره ګټه کړې وه.