"د پاکستان د پوځي ویاند خبرې عدالت ته سپکاوي کې راتلی شي"

د انځور حقوق ISPR

د پاکستان د وکیلانو شورا یا بار کونسل وايي، د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د محاکمې په هکله د دغه هېواد د پوځ د ویاند څرګندونې غندي او ردوي.

د دې شورا مشر شیر محمد خان او مرستیال مشر امجد شاه ویلي، د تورنجنرال اصف غفور هغه څرګندونې ردوي چې پکې د پروېز مشرف په هکله د اسلام اباد د یوې خصوصي محکمې پر پرېکړه نیوکه شوې ده.

اصف غفور تېره ورځ د مشرف اړوند د محکمې پرېکړې ته په اشاره وویل، د څه اندېښنه چې وه، اوس سمه ثابته شوه:

"جنرال پروېز مشرف غدار نه دی، د پاکستان پوځ د دې خصوصي محکمې د پرېکړې له امله سخت غمجن، غوسه او تشویش کې دی".

* "حقیقت دا دی چې مور مې مشرف ووژله"

* پروېز مشرف ولې په لوی خیانت تورن شوی؟

* کله چې جنرال مشرف له جګجیت سینګ سره طبله غږوله

د نوموړي په ځواب کې بار کونسل وايي، زموږ پخه رایه دا ده چې د پوځ د عامه اړیکو د ویاند څرګندونې د قانون ښکاره خلاف ورزي ده او عدالت ته سپکاوی بلل کېدی شي.

دوی زیاتوي، که تورنجنرال غفور وايي، چې د مشرف خلاف پرېکړه کې نمیګړتیا ده، قانوني لار دې غوره کړي، دا نیمګړتیا دې په ګوته کړي او عدلي ادارو کې دې عریضه وکړي:

"خو کوم انداز سره چې د پوځ یو چارواکی د محکمې پر پرېکړه نیوکه کوي، دا ترې اخیستل کېږي چې ټولې هېوادنۍ ادارې د پوځ تر لاس لاندې دي، حکم یې پرې چلېږي او د محکمې په ګډون د کومې ادارې عزت نشته".

په بیان کې زیاته شوې چې مرکزي حکومت، وزیران یې، لوی څارنوال او قانوني سلاکاران چې کوم چلن کوي دا ترې ښکاري چې واکمن ګوند د پوځ په واسطه په قدرت ناست دی او دا اداره ملک چلوي او په دې دلیل د محکمې پر پرېکړه نیوکې کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مشرف د محکمې د پرېکړې لامل شخصي دښمني بللې او تور يې پورې کړی، چې قاضیانو له خپله واکه ناوړه ګټه اخیستې ده.

له دې مخکې اصف غفور نه یوازې پر وروستۍ پرېکړه نیوکه کړې بلکې دا یې هم ویلي چې پروېز مشرف ته د اعدام سزا له اورولو وروسته رامنځ ته شوي حالت په هکله د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ترمنځ سلا مشوره او څو مهمې پرېکړې شوې چې حکومت به یې اعلان کړي.

خبري غونډې ته یې وینا کې دا هم وویل، چې د ملک او ادارې عزت او درنښت په هره بیه ساتي.

د پوځ ویاند د مشرف اړوند پرېکړه کې کارېدلې کلیمې د انسانیت، مذهب، کلتور او ټولو ارزښتونو خلاف وبللې:

"د پاکستان پوځ منظمه اداره ده، د هېواد د سلامتیا لپاره او دفاع لپاره یې د ځان قربانولو سوګند کړی دی".

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد د پخواني پوځي مشر جنرال مشرف پر ضد د اعدام سزا بشپړه پرېکړه د پنجشنبې په ورځ خپره کړې.

د دې محکمې په درې قاضیانو کې یوه ویلي، چارواکو ته که د مشرف مړی هم په لاس ورشي، نو د اسلام اباد پر ډي څلورلارې دې يې تر درې ورځو پورې را وځړوي.

د سېټ وقار او شاهد کریم په نامه دوه قاضیانو جنرال مشرف د خیانت او اساسي قانون ماتولو په جرم پړ بللی، خو دریم قاضي نذر اکبر له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

د مشرف غبرګون

د انځور حقوق JOHN MOORE
Image caption د بې نظیر بوټو زوی بلاول بوټ هم یو وخت ویلي و چې مور یې مشرف وژلې

تردې وړاندې پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د هغه ضد د دغې پرېکړې لامل شخصي دښمني بللې او تور يې پورې کړی، چې قاضیانو له خپله واکه ناوړه ګټه اخیستې ده.

دا د پاکستان په تاریخ لومړی ځل دی چې کوم پوځي مشر ته دومره لویه سزا اورول کېږي، خو په ورته وخت کې ډېری لاهم په دې باوري دي، چې د پخواني پوځي مشر ضد دغه پرېکړه به عملي نه شي.

ورته مطالب