اته کلنې ماشومې "نشه ډرېور" ته لیک استولی

Image caption په دې پېښه کې د اته کلنې اېزابېلا مور امېلیا

برتانیا کې یوې اته کلنې ماشومې هغه ډرېور ته لیک استولی چې په تېره سپتمبر میاشت کې یې د نشې په حالت کې د سړک په غلط لاس موټر چلاوه،‌ او د دې ماشومې د مور له موټر سره یې ټکر وکړ.‌

په دې پېښه کې د اته کلنې اېزابېلا مور امېلیا سخته ټپي شوې وه او امبولانس کې روغتون ته لېږدول شوې وه.‌

اېزابېلا دغه کس ته په خپل لیک کې لیکلي:

"تا ډېر الکول څښلي وو او نژدې وه چې زما مور را ووژنې. مور مې داسې حالت کې روغتون ته ولاړه چې له سر نه یې وینه بهېدلې.‌ نژدې وه چې زه بې موره شم. ‌لطفاً بیا داسې مه کوه. مننه! اېزابېلا".

د انځور حقوق لیک
Image caption ایزابیلا په لیک کې لیکلي، 'لطفاً بیا داسې مه کوه!'

ملامت ډرېور توماس نېډزېلا د دسمبر پر ۱۲مه نېټه محکمه کې اعتراف وکړ چې د موټر چلولو پر وخت یې تر ټاکلې کچې ډېر شراب څښلي وو او نشه و.‌

کوچنۍ اېزابېلا وویل، دا لیک یې ځکه ولیکه چې د نورو خلکو ژوند وژغوري، او موټر چلوونکي دې ته وهڅوي‌ چې د کرسمس ورځو کې د موټر چلولو پر وخت شراب ونڅښي.‌

د ماشومې اېزابېلا دغه لیک پر فېسبوک ډېر خپور شوی و، خو کورنۍ یې اوس دا لیک له بي بي‌ سي‌ سره شریک کړی.‌

دوی وایي،‌ غواړي خلکو ته دا پیغام ورسوي‌ چې د رخصتیو په ورځو کې د نشې په حالت کې موټر ونه چلوي.‌

د اېزابېلا مور امېلیا وایي، لور یې له دې پېښې وروسته یوه ورځ خپلې کوټې ته ولاړه او چې بېرته راغله نو دا لیک یې په لاس کې نیولی و.‌

امېلیا زیاتوي‌ چې د ټکر پر وخت ملامت کس شاوخوا د سل کیلومترو په سرعت روان و او د موټرو جنګېدو وروسته دې فکر کاوه چې له دې پېښې به ژوندۍ پاتې نشي.‌

ملامت کس په محکمه کې جریمه شوی او د شلو میاشتو لپاره پرې د موټر چلولو بندیز لګول شوی.‌

اړونده مطالب