داسې زغروال ګاډي چې دنګ پوځیان یې نه شي چلولای

پوځ د دغو ګاډو له پېرلو وروسته پکې د ترمیم پرېکړه وکړه د انځور حقوق BELGIAN DEFENCE
Image caption پوځ د دغو ګاډو له پېرلو وروسته پکې د ترمیم پرېکړه وکړه

د بلجیم پوځي چارواکو د خپلو پوځیانو خوندیتوب لپاره پر ۴۴ پاندور ډوله پوځي زغروال ګاډو ۳۱ میلیونه یورو لګښت کړی، خو دې سره د دغو ګاډو غولی پورته شو او له همدې کبله یې د ډرېور یا چلوونکي ونه هم باید له یو متر اویا سانتۍ ټيټه وي.

ویل کېږي د بلجیم نارینه وو چې معمولاً په نړۍ کې د خپلې دنګې ونې له کبله مشهور دي، دغه خبر په ناخوښۍ اورېدلی.

بل لور ته پوځ ټینګار کوي چې د ټانکونو او زغروالو ګاډو چلوونکي تل د ونې په برخه کې ځینې محدودیتونه لري.

دغه موضوع د ملي ټلویزیوني شبکې وې ار ټي له لوري راپورته شوې او پوځ ترې انکار نه دی کړی، چې ګومان کېږي ډېری بلجیم پوځیان به ورسره د دغه ډول ګاډو له چلولو محروم شي.

پاندور زغروال ګاډي ۱۹۹۶ کال کې د اتریش له یوه شرکته پېرل شوي وو، خو وروسته په نورو هېوادونو کې د عملیاتو استعمال لپاره پکې بدلون راوستل شو.

دغه ډول ګاډو کې په پیل کې له ځمکنیو ماینونو د خوندیتوب مناسب نظام نه درلود او په ګرمو هېوادونو کې یې د استعمال لپاره پکې ایرکنډېشنډ سیسټم هم نه و ځای پر ځای کړی.

اصلاً دغه ډول ګاډي د پوځیانو لېږدولو لپاره چمتو شوي وو، خو د چارواکو په وینا وروسته د جاسوسۍ چارو لپاره کاروول کېدل.

د بلجیم دفاع وزارت پاڼې په رپوټ کې ویل شوي، پاندور نهه کسان لېږدولای شي، نهه ټنه وزن لري او په سختو سیمو کې مناسبه ګټه ترې اخیستل کېدای شي.

د وې ار ټي رپوټ کې ویل شوي نویو بدلونونو سره په دغو پوځو ګاډو کې 'جدي ستونزې ' رامنځته شوې دي او د یوې ارزونې له قوله ویل شوي چې د ګاډي غولي پورته کېدو له کبله ورننوتل او ترې وتل ستونزمن شوي دي.

کله چې وویل شول یوازې د ټیټې ونې بلجیم پوځیان کولای شي، دغه ډول ګاډي وچلوي، ځايي سیاستوالو دا 'یوه ناکامي او د پېسو ضیاع ' بللې او غندنه یې کړې.

اړونده مطالب