ټوېټر د سعودي چارواکو له ملاتړ برخمن زرګونه حسابونه تړلي

ټوېټر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ا ټوېټر وايي، دغو حسابونو د ټوېټر له تګلارې مخالفت کړی

ټوېټر ویلي، په سعودي عربستان کې یې کابو شپږ زره حسابونه تړلي چې وايي دا حسابونه د حکومت د رواني جګړې د لویو عملیاتو یوه برخه وه چې د سعودي چارواکو په ملاتړ یې خبرونه خپرول.

ټوېټر دا خبره د جمعې په ورځ یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

ټوېټر وايي دا کار یې ځکه کړی چې ټوېټر کې دغو حسابونو د دغې وېبپاڼې له تګلارو سرغړونې کولې.

یاده وېبپاڼه وايي، دا ډول ۸۸ زره حسابونه شته چې په ډېرو قضیو کې یو طرفه فعالیتونه کوي.

ټوېټر ویلي، په تړل شویو حسابونو کې داسې پیغامونه هم وو چې د سعودي چارواکو ملاتړ یې کاوه.‌

ویل کېږي دغه حسابونه تر ډېره په عربي ژبه وو،‌ خو ځینې یې په لوېدیځ کې له ځینو پېښو سره تړلي وو.

ټوېټر اټکل کوي چې دا فعالیتونه په لوی لاس مخته وړل کېدل چې اصلي ملاتړ یې په سعودي کې د سماءات په نامه د خواله رسنیو یوه وېبپاڼه وه.

بي بي س‍ي هڅه وکړه چې له سعودي چارواکو او سماءات شرکت سره د ټوېټر ددې اعلان په اړه وغږېږي.

ټوېټر په تېره سپټمبر میاشت کې اعلان کړی و چې د سعودي ۷ زره حسابونه به ځنډوي، چې د پاچا د یوه پخواني سلاکار ټوېټر ګڼون هم پ‍کې دی.‌

ورته مطالب