پاکستان: دین ته د سپکاوي له کبله پوهنتون پروفیسر ته د اعدام سزا ورکړل شوې

د انځور حقوق ASAD JAMAL
Image caption جنید حفیظ په بهاوالدین ذکریا پوهنتون کې د انګلیسي مضمون پروفیسر و.

په پاکستان کې یوې محکمې د پوهنتون یوه استاد ته د پېغمبراسلام د سپکاوي په تور د اعدام سزا اورولې ده. د پوهنتون دغه پخوانی استاد جنید حفیظ نومېږي، چې شاوخوا اوه کاله وړاندې د پنجاب په ملتان ښار کې ځینو کسانو په دې تور تورن کړی وو او له هغه راهیسې هم هلته په زندان کې دی.

۳۴ کلن جنید حفیظ ته د اعدام سزا نن د ملتان یوې ځايي محکمې د ملتان په زندان کې اورولې، چې له تېرو شاوخوا شپږو کلنو راهیسې يې پر ضد د همدې قضیې اورېدنې روانې وې.

یادې محکمې ښاغلي حفیظ ته درې بېل بېل سزاوې اورولې، چې پکې یوه د لس کلن بند، دویمه د عمري بند، درېیمه هغه يې د مرګ سزا ده او ورسره يې پنځه لکه روپۍ جریمه کړی دی.

جنید حفیظ چې د ملتان په بهاوالدین ذکریا پوهنتون کې د انګلېسي ادب ښوونکی وو، په ۲۰۱۳م عیسوي کال کې پېغمبر اسلام ته د سپکاوي په تور نیول شوی وو.

پر نوموړي تور وو، چې په خواله رسنیو يوه بیان کې يې د پېغمبراسلام سپکاوی کړی.

په ۲۰۱۴م عیسوي کال د ښاغلي حفیظ مدافع وکیل راشد رحمان وسلوالو په خپل دفتر کې په ډزو وواژه، چې ولې يې د جنید حفیظ د قضیې اورېدنه کې د هغه دفاع کوله.

تردې وروسته بیا د ښاغلي حفیظ یوه بل وکیل شهباز ګورماني ځکه د هغه له دفاع لاس په سر شو، چې په خبره يې اخطارونه ورکول کېږي او اوس يې درېیم وکیل اسد جمال وکالت کوي.

ښاغلي جمال تردې اورېدنې وروسته له ځايي رسنیو سره خبرو کې ویلي، ددغې پرېکړې پر ضد به د پاکستان سترې محکمې ته خواست کوي.

Image caption د جنید حفیظ مدافع وکیل راشد رحمان په خپل دفتر کې نامعلومو کسانو وژلی و.

د جنید حفیظ په دې اورېدنو کې تراوسه شپږ قاضیان هم بدل شوي، چې ډېری يې لامل هغه فشار بولي، چې د دغې قضیې پر پرېکړې اغېز کولی شوای.

مذهب او پېغمبر اسلام ته سپکاوی په پاکستان کې هغه قانون دی، چې اکثره وخت پکې د تورنو کسانو وکالت څوک نه کوي.

په دغه قانون نیوکه کوونکي وايي، یاد قانون تر ډېره په پاکستان کې د لږکیو ضد او شخصي ګټو یا غچ اخیستو لپاره کارول کېږي چې ډېری پکې بې ګناه کسان تورن شي.

د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر هغه کسان چې پرې همدا تور پورې شي، د قهرجنو خلکو له لوري په وهلو ډبولو ووژل شي، چې وروستۍ پېښه يې د خیبرپښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې شوې وه.

هلته د عبدالولي خان پوهنتون یو محصل مشال خان د همدې پوهنتون د نورو لوستونکو له لوري په وهلو ډبولو په همدې تور ووژل شو، خو د هغه تر وژل کېدو وروسته پاکستانیو چارواکو په خپلو پلټنو کې د نوموړي ضد دغه تور ناسم وباله.

د انځور حقوق EPA
Image caption د پرېکړې له اعلان وروسته څارنوالۍ وکیلان د خوښۍ لمانځلو په دود یوه بل ته خواږه ورکوي