''کوالالمپور غونډه کې د ګډون په تړاو سعودي عرب پر پاکستان هېڅ فشار نه دی راوړی''

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان او سعودي عرب د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان هغه ادعا رد کړې چې د جمعې پر ورځ یې ویلي و، 'پاکستان د سعودي عرب د فشار له کبله د مالیزیا کوالالمپور په سر مشریزه غونډه کې ګډون نه دی کړی. '

د شنبې پر ورځ پاکستان کې د سعودي عرب سفارت د رسنیو هغه 'بې بنسټه ' رپوټونه رد کړل چې ادعا کوي، سعودي عرب پاکستان مجبور کړی چې کوالالمپور سرمشریزه کې ګډون و نه کړي او پاکستان ته یې ګواښنه کړې. د سعودي عرب سفارت په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي:

''د سعودي عرب او پاکستان اړیکي داسې نه دي چې د ګواښ ژبه پکې وکارول شي، بلکې دا تاوده او دوه اړخیز اړیکي دي چې د باور، تفهیم او خپلمنځي درناوي پر بنسټ ولاړ دي او د دواړو هېوادونو تر منځ په ډېری نړیوالو، سیمه ییزو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو د مسایلو په تړاو د نظر یووالی موجود دی. ''

سعودي د پاکستان په همکارۍ اتوم بم جوړول غواړي؟

پاکستان په سعودي کې د خپلو پوځيانو شمېر زياتوي

پاکستان له دې مخکې ویلي چې د کوالالمپور سر مشریزه کې ځکه ګډون نه دی کړی، چې ''د مسلمانانو تر منځ د تقسیم په تړاو د اسلامي هېوادونو اندېښنو لېرې کولو لپاره پاکستان وخت ته اړتیا لري. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي اردګان وویل''له بده مرغه موږ ولیدل چې سعودي عرب پر پاکستان فشار اچوي.''

د مالیزیا په کوالالمپور کې د دسمبر له ۱۸ تر ۲۱ پورې د دغې سرمشریزې غونډې مشري لومړی وزیر مهاتیر محمد کوي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني او د ایران ولسمشر حسن روحاني هم پکې ګډون لري.

د سعودي عرب سفارت په اعلامیه کې زیاته شوې، ''سعودي عرب د دوستانه اړیکو پر بنسټ تل د پاکستان تر څنګ ولاړ دی، چې پاکستان د یوه بریالي او باثباته هېواد په توګه خپل رول ولوبوي. ''

په کوالالمپور سر مشریزه کې د پاکستان نه ګډون پر موضوع له رسنیو سره د خبرو پر مهال ښاغلي اردګان وویل ''له بده مرغه موږ ولیدل چې سعودي عرب پر پاکستان فشار اچوي. ''

نوموړي زیاته کړه، دی به ''خوشحال وای که پاکستان دغه غونډه کې ګډون کړی وای. ''

ښاغلی اردګان وویل:

''سعودي عرب کې څلور میلیونه پاکستانیان کارونه کوي او دوی د دې خلکو (پاکستانیانو) شړلو ګواښ کوي، چې ګواکې د دوی پر ځای به بېرته بنګله دېشیانو ته مزدورۍ ورکړي. ''

د نوموړي په خبره پاکستان د اقتصادي ستونزو له کبله ''اړ شي چې داسې ګواښونه ومني. ''

د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو د رول په تړاو ښاغلي اردګان وویل، ''د دې هېوادونو عادت دی چې پر نورو هېوادونو د ځینو فعالیتونو کولو یا نه کولو لپاره فشار اچوي. ''

بل لور ته د جمعې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه خبر پاڼه کې ویلي، ''پاکستان به د امت د اتحاد لپاره خپلې هڅې روانې وساتي. ''

د یادونې ده چې له دې مخکې په کوالالمپور سر مشریزه کې د پاکستان ګډون نه کولو په تړاو د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر شاه محود قریشي رسنیو ته په غیر رسمي توګه اشاره کړې چې په غونډه کې د ګډون نه کولو لامل د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ځینې ملاحظات دي چې د وخت لږوالي له کبله پاکستان نه دی توانېدلی لېرې یې کړي.