'پلار مې ۱۱ کاله له واده منع کړې یم'؛ سعودي کې د ناواده نجونو ستونزې

سعودیانې د انځور حقوق Getty Images
Image caption په وروستیو کې پر سعودي ښځو محدودیتونه کم شول

سعودي ټوېټر کاروونکي په واده کې د ښځې د ولي د لغوه کېدو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي. د عدلیې وزارت په ۳۰ ورځو کې دا قضیه څېړي او وروستۍ پرېکړه به کېږي.

د ټوېټر کاروونکو د داسې قوانینو غوښتنه کړې چې په محکمو کې نجونو ته د هغوی د وکیل حق پکې ورکړل شي.

اسلامي شریعت پلرونه د لوڼو له ولیتوب منع کړي دي. د سعودي قوانین هم ښځې ته دا حق ورکړی که یوڅوک یې په واده کې وکالت کوي، دا یې پر وړاندې محکمه کې قضیه راپورته کولی شي.

د سعودي د عدلیې وزارت ویلي، په تېر یوه کال کې محکمو ته په واده کې د ښځو د ولي په تړاو ۷۵۰ قضیې ثبت شوې دي.

"لاملونه ډېر او پایله یوه"

ډېر لاملونه شته چې ولي یا وکیل د خپلې لور واده ردوي.

د سعودي په ځینو سیمو کې نجلۍ ته دا حق نه دی ورکړل شوی چې له خپلې قبیلې بهر یوه له چا سره اړیکه ونیسي او یا دا چې له مشرې خور لومړی کشرې خور ته یو څوک د کوزدې وړاندیز وکړي.

په وروستیو کلونو کې پر خواله رسنیو د هغو نجونو د دفاع فعالانو کمپاین پیل کړی چې ولیان یې ودول ردوي.

د مینې ۷ کلنه کیسه

د یوې نجلۍ قضیه ټیک اوه کاله په محکمه کې وځنډول شوه، د شخصي احوالو محکمې یې قضیه پای ته ورسوله.

دا نجلۍ، چې په یوه بانک کې مشره وه، پر خپل ورور تور لګولی و چې له یوه ښوونکي سره یې کوزدې ته نه پرېږدي او ټیک ۱۵ کاله ښوونکي له دې نجلۍ سره د واده هڅه کوله.

دا وايي، د ورور دلیل یې دا دی چې دا نجلۍ له هغه ښوونکي سره نه ښايي، ځکه چې ښوونکی په وزګار وخت کې "عود غږوي".

په عنیزه ښار کې د شخصي احوالو ادارې د دغې نجلۍ قضیه رد کړه، خو هغې استنیاف محکمې ته مراجعه وکړه چې محکمې یې د ورور په ګټه فیصله وکړه.

خو نجلۍ بیا هم نهیلې نه شوه او د قضايي مبارزې لپاره یې هوډ ټینګ شو، همدا وو چې د ۲۰۱۹ کا په نومبر کې قضیه د دې په ګټه تمامه شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي یوه میاشت مخکې پر ښځو د ځینو بندیزونو لیرې کولو اعلان وکړ او بالغو نجونو ته یې له ولي پرته د سفر اجازه ورکړه.

"پلار مې ۱۱ کاله د ودولو مخالف و"

د سعودي "عکاظ" ورځپاڼې ویلي، یوې بلې سعودۍ نجلۍ پر خپل پلار عریضه کړې چې ټیک ۱۱ کاله یې له هېڅ کوم دلیل پرته یوه ځوان ته له ودولو ډډه کړې ده، چې نجلۍ ان ۳۷ کلنه شوه.

د دالیا (مستعار نوم) په نامه یوې بلې نجلۍ وروسته تر هغه محکمو ته مراجعه وکړه چې یوه ځوان ته یې کورنۍ د ودولو مخالفت کاوه.

دالیا وايي: "په پای کې یو ځوان زما کوزدې ته راغی، خو پلار مې هغه هم رد کړ، ځکه چې زموږ د قبیلې نه و."

دا زیاتوي: "هر ډول ذلت مې ولید، کور راته زندان و.. ټولو به ملامتولم چې ګني عاق به شم. ان بهر ته هم نه شوی وتلی او نه مې یوازې کور کرایه کولی شوی. اوس ۳۴ کلنه یم. نه پوهېږم څه حل ومومم؟"

سعودي یوه میاشت مخکې پر ښځو د ځینو بندیزونو لیرې کولو اعلان وکړ او بالغو نجونو ته یې له ولي پرته د سفر اجازه ورکړه.

ورته مطالب