هند کې د اعدام حکمونه ولې ډېر شوي دي؟

Rape protest in India

د عکس سرچینه، Getty Images

په څو ورځو کې به هغه څلور کسان چې په ۲۰۱۲ کال کې په ډیلي کې یې یوه ښځه په یوه بس کې تر ډله ییزې زبرزنا وروسته وژلې وه اعدام شي. سترې محکمې د دوی د یوه کس اپیل رد کړ.

وژل شوې ښځینه له خپلې یوې ملګرې سره د یوه فلم ننداره همدغو شېبو کې بشپړه کړې اوکور ته د تلو له پاره ښاري بس ته ختلې وه. هغې ته اوس د نیربهایا یعنې د هند لور نوم کارېږي.

د هغې له قضیې نه اوس یوه داعیه جوړه شوې چې د سختو سزاوو او له ښځو سره په ټولنه کې د چلند د اوښتلو غوښتنې ورسره تړلې دي.

سره له دې هندي محکمې د ډېرو جدي جرایمو له پاره د مرګ حکم ورکولو ته دوام ورکوي، خو له ۲۰۱۵ کال راهیسې بیا تر اوسه د اعدام حکم نه دی پلی شوی.

یوه له وروستیو پېښو جنوبي ښار حیدرآباد ته نژدې شوې. د څارویو یوه ځوانه ډاکټره خپل موټر سایکل ته ستنېده چې ناببره ځیر شوه چې له ټایر نه یې هوا تللې ده. د ماښام نهه بجې یې خپلې خور ته ټېلېفون وکړ چې هڅه کوي له چانه مرسته وغواړي او د سړک پر سر ولاړه ده. هغې ورته ویلي و چې ډارېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په بنګله دېش کې بندیان د لېږد پر مهال.

دا د هغوی وروستۍ خپلمنځي خبرې وې. د هغې مړی په داسې حال کې چې خورا سخت سوځول شوی و، وموندل شو. پولیس شک لري چې پر هغې ډله ییز جنسي تېری شوی دی.

ځینې نور هېوادونه تر هند د مرګ ډېرې سزاوې اوروي چې د شمېرو له مخې څلورو یې په ۲۰۱۸ کال کې ډېری حکمونه ورکړي دي.

خو په نړیواله کچه د اعدام سزا شمېر کم شوی دی، او د بخښنې نړیوال سازمان د ډلې په وینا تېر کال په یوه لسیزه کې تر ټولو لږ د مرګ حکمونه درلودل.

کوم ډول مجرمینو ته په هند کې د مرګ سزا ورکول کېږي؟

ډېری د مرګ سزاوې د وژنې او له جنسي تاوتریخوالي سره تړلې وژنې ته ورکول کېږي چې په ۲۰۱۸ کال کې له ۵۸ څخه ۴۵ یې له جنسي تاوتریخوالي سره تړلو وژنو ته ورکړل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په بنګله دېش کې یو زنداني.

په هند کې د دغه هېواد د جزا ۱۸۶۰ قانون د ډېرو مادو په رڼا کې ورکول کېږي.

په ډیلي کې د ملي قانون پوهنتون په وینا په ۱۹۴۷ کال کې د هند تر خپلواکۍ وروسته د مرګ تر ټولو ډېرې سزاوې د اوتر پرادېش په ایالت کې ورکړل شوې دي.

د خپلواکۍ له اخیستو وروسته دغه ایالت په ټوله کې ۳۵۴ کسان اعدام کړي چې تر دې وروسته هریانه دی چې ۹۰ کسان په کې اعدام شوي او بیا مدهیا پرادېش چې په کې ۷۳ کسان اعدام شوي دي.

په ۲۰۱۸ کال کې د هندي محکمو له خوا له جنسي تاوتریخوالي ډکې وژنې ته د مرګ سزا کې د تېر کال پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی، چې یو لامل یې په قانون کې بدلون بلل کېدای شي.

پرتله ییز ډول په پاکستان کې تېر کال تر ۲۵۰ ډېرې د مرګ سزاوې ورکړل شوې دي او په بنګله دېش کې تر ۲۲۹ ډېرې ورکړل شوې دي.

خو په نړیواله کچه تر ۲۰۱۷ کال په ۲۰۱۸ کال د مرګ کمې سزاوې ثبت شوې دي.

په نړۍ کې کوم هېواد ډېر کسان اعداموي؟

د بخښنې نړیوال سازمان چې د مرګ سزا پر ضد کمپاین کوي وايي، د معلوماتو له مخې ۶۹۰ کسان تېر کال اعدام شوي چې د ۲۰۱۷ کال پرتله ۳۰ سلنه کمی په کې راغلی.

د عکس سرچینه، Getty Images

په ۲۰۱۸ کال کې نژدې ۸۰ سلنه اعدامونه یوازې په څلورو هېوادونو شوي دي چې هغه ایران، سعودي عربستان، ویتنام او عراق دي.