"د ټرمپ له اړیکې وروسته سپینې ماڼۍ پر اوکراین مرستې درولي"

ټرمپ د انځور حقوق Reuters

د امریکايي حکومت یو خپلمنځي برېښنالیک په ډاګه کوي چې سپینې ماڼۍ ۹۱ دقیقې وروسته له هغې چې د دې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره ټلیفوني خبرې کړي، پر اوکراین نظامي مرستې درولې دي.

ډیموکراټان وايي، دا ښيي چې ښاغلي ټرمپ د خپلې ګټې لپاره له واکه ناوړه ګټه اخیستې.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د ډموکراټ ګوند مشر، چک شومر، پر واکمن جمهوریپال ګوند غږ کړی، چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح په بهیر کې مهمو شاهدانو ته دغې جرګې ته د ورتګ او د پوښتنو ځوابولو اجازه ورکړي.

هغه ویلي، که واکمن ګوند دا کار و نه کړي، دا به د ریښتیاو د پټولو هڅه وي.

ښاغلي ټرمپ ویلي، چې تر ژره دې استیضاح شي، خو جمهوریپال ګوند تر اوسه د دغه بهیر په تړاو مشرانو جرګې ته د شاهدانو او اسنادو د ور وړاندې کولو غوښتنې نه دي منلې.

پر ولسمشر ټرمپ تور دی، چې پر اوکراین یې د خپل سیاسي سیال، جو بایډن، په تړاو د پلټنو کولو لپاره فشار اچولی و.

په خپاره شوي برېښنا لیک کې څه دي؟

دا ایمیل د محکمې د حکم او د معلوماتو د ازادي د قانون په بنسټ "د حکومت د ريښتینولي لپاره د هڅې مرکز" ترلاسه کړی دی.

برېښنا لیک په ډاګه کوي چې مایک ډافي په نوم د سپينې ماڼۍ یو لوړپوړي چارواکي د امریکا او اکراین د مشرانو له ټلیفوني اړیکې وروسته د خپل هېواد نظامي چارواکو سره اړیکه نیولې او له هغو یې غوښتي چې له اوکراین سره نظامي مرستې وځنډوي.

له اندېښنو وروسته سپینې ماڼۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکې بشپړ متن خپور کړ.

په دې متن کې راغلي چې ډونلډ ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته وايي: "له تاسې یوه غوښتنه لرم" او ورپسې له نوموړي سره د جوبایډن او د هغې د زوی په اړه د څېړنې پر موضوع غږیږي.

ښاغلی ډافي په برېښنالیک کې د دفاع له وزارته غواړي چې د ټرامپ د حکومت بیاکتنې پورې، اوکراین ته نظامي مرستې ودروي.

د جمهوریپال ګوند یوه مخکني سناتور، جېف فلیک، په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په خپله یوه تازه لیکنه کې په دې تړاو پر خپل ګوند نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ګوند په لګول شویو تورونو کې د ولسمشر ټرمپ د پړې په منلو کې پاتې راغلی دی.

د انځور حقوق Reuters

هغه بي بي سي ته وویل، جمهوریپالان باید ریښتیا ومني، که نه له سخت تاوان سره به مخامخ شي.

شاوخوا څلور ورځې وړاندې د امریکا ولسي جرګه کې له یوې ورځې سخت بحث وروسته د دغه هېواد ولسمشر استیضاح کړ او نوموړی به له دې وروسته مشرانو جرګې ته د محاکمې لپاره استول کېږي.

ښاغلي ټرمپ له دوو تورونو سره مخ دی؛ واک ناوړه کارول او د ولسي جرګې چارې خنډنۍ کول.

سپینې ماڼۍ یوه بیان کې دا پرېکړه "د ولسي جرګې په تاریخ کې د تر ټولو شرموونکې شیبې اوج" بللی او غندلی یې ده.

ولسي جرګه د چارشنبې له غرمې وروسته د ولسمشر ټرمپ د استیضاح پر طرحه بحث کاوه او په ورته مهال د کانګرس مخ ته مظاهره روانه وه.