افغانستان کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی

امریکايي سرتیری د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره پوځيان لري.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ویلي، په دې هېواد کې د دوی یو سرتېری د جګړې پرمهال وژل شوی دی. د امریکايي ځواکونو په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې د دوی دغه پوځي په کومه سیمه یا ولایت کې وژل شوی دی.

د یادو ځواکونو په اعلامیه کې ويل شوي، د امریکا د دفاع وزارت د تګلارې په بنسټ د وژل شوي سرتېري نوم او نور جزیات تر ۲۴ ساعتونو نه خپریږي.

خو طالبانو ویلي: "تېره شپه د کندوز دچاردرې ولسوالۍ په حاجي سفر بای سیمه کې یې پر هغو امریکايي عسکرو تکتیکي چاودنه کړې چې د چاپې لپاره ورغلي وو."

طالبانو ویلي چې په چاودنه کې یې یو امریکايي عسکر وژلی او د "یوه بل امریکايي پوځي او د یوه افغان کمانډو د ټپي کېدو" ادعا یې کړې ده.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم په لوګر کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول.

هغه مهال هم طالبانو ادعا کړې وه چې "د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې یې "شینوک" ډوله الوتکه ویشتلې وه او لسګونه امریکايي ځواکونو او د افغان ملي امنیت سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې لوګر کې چورلکه غورځېدلې وه او دوه امریکايي سرتیري پکې وژل شوي وو

د روان کال د سپتمبر پر ۸ (وږي ۱۷) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په قطر کې له طالبانو سره د امریکایانو د سولې خبرې وروسته له هغې ودرولې چې دې ډلې په کابل کې د یوه برید مسولیت ومانه چې پکې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

له دې پېښې وروسته ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلي و: "چا ته به دا نه وه مالومه چې ټاکل شوې وه د طالبانو یوشمېر مهم مشران او ولسمشر غني یکشنبې شپه دلته امریکا کې له ما سره په جلا توګه پټ وویني. هغوی تېره شپه امریکا ته راتلل، خو په خواشینۍ سره دوی یوې کاذبې برلاسۍ ته د رسېدو لپاره کابل کې د یوه برید مسؤولیت ومانه چې زموږ یو ستر سرتېری او یوولس تنه نور یې ووژل. ما سم لاسي کتنه لغوه کړه او د سولې خبرې اترې مې ودرولې. "

امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره پوځيان لري.