داعش 'یو ځل بیا عراق کې ځواکمنېدونکی دی'

داعش د انځور حقوق AFP

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش له ماتې دوه کاله وروسته، داسې ډېرې نښې نښانې شته چې دا ډله د بیا د ځواکمنېدو په حال کې ده. په عراق کې دې ډلې تر ډېره ماتې وخوړه خو جرړې یې ونه وتې.

کردي چارواکو او لوېدیځو هېوادونو کې استخباراتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې عراق کې داعش په یوه پرمختللې اورپکي ډلې بدل شوی او بریدونه یې په ډېرېدو دي.

د عراق د کردستان د ترهګرۍ ضد یوه ستر چارواکي لاهور طالباني وویل چې اوس داعش ډله تر القاعدې هم تکړه او ګواښوونکې ده.

ښاغلي طالباني زیاته کړه: "هغوی له ښو تکتیکونو او او جنګي وړتیاو برخمن دي او زیات مالي امکانات لري. هغوی کولی شي د تګ راتګ وسایل، وسلې، خواړه او نور تجهیزات وپېري. له تخنیکي پلوه هم ډېره وړتیا لري او موندل یې ګران کار دی. نو په دې اساس داسې یوه ډله ده لکه القاعده چې سټیرایډ یا ځواک زیاتونکي درمل خوړولي وي."

هغه په سلیمانیه کې په خپل استوګنځي کې د داعش ډلې په اړه خبرې وکړې، او د یوې داسې ډلې انځور یې وړاندې کړ چې له تېرو ۱۲ میاشتو راهیسې د خپل نړېدلي خلافت د بیا رغولو هڅه کوي.

ښاغلی طالباني چې په عراق کې د کردستان یوې استخباراتي ادارې مشري کوي وايي: "موږ وینو چې د دې ډلې فعالیتونه اوس ډېر شوي او زموږ له نظره د دې ډلې د بیا رغېدو پړاو بشپړ شوی دی".

هغه وایي اوس داعش له یوې نوې بڼې سره په څرګندېدو دی؛ د دې لپاره چې په نښه نشي نور د عراق خاورې کنټرول نه غواړي او د خپلې پخوانۍ پلوۍ ډلې القاعده په شان په پټه فعالیت کوي.

د هغه په خبره داعش اوس د عراق په شمال کې په حمرین غرونو کې پټ شوي چې د عراقي ځواک له سترګو پناه وي.

ښاغلی طالباني وايي: " اوسمهال دا ځای د داعش د فعالیتونو مرکز دی. لوړ غرونه چې کنټرول یې د عراقي پوځ لپاره ګران دی. په دې ځای کې ډېر سوړې او پټنځایونه شته".

هغه ګواښ وکړ چې داعش به د عراق په پلازمینه کې د ناکراریو امله نور هم ځواکمن شي او د عراق له سني مذهبو احساساتو چې په دې هېواد کې لږکي دي، ناوړه ګټه پورته کړي".

نوموړی زیاتوي: "سیاسي بي ثباتي د داعش لپاره جنت دی".

بلخوا اورپکي د بغداد او د کردستان سیمه‌ییز دولت ترمنځ له ترینګلو اړیکو هم ګټه پورته کوي، هغه وضعیت چې په ۲۰۱۷ کال کردي سیمه کې د خپلواکۍ له ټول پوښتنې وروسته رامنځته شوی دی.

د ښاغلي طالباني په وینا دمګړۍ يوه پراخه سیمه د داعش د فعالیت ځای دی چې نه کردي ځواکونه او نه هم د عراق دولتي پوځ پرې څار لري.

Image caption کردی وسله وال هغه سیمې ته ګوري چې هیڅوک پرې څار نه لري او د داعش جنګیالي پکې ګزمې کوي.

د ګوېر په نوم ښار د یوې تپې پر سره له یوه نظامي مرکزه جنرال سیروان بارزاني هغې سیمې ته په اندېښنه ګوري چې څار پرې نشته. دا کرد قومندان وايي چې داعش اوس په دې ټوله سیمه کې ازاد دي.

" کولی شو ووایو چې داعش د دوه رودونو لوی یا کبیر زاب او دجلې ترمنځ دایمې حضور لري. دجلې ته نژدې سیمه کې داعش ډېر فعال دی. هره ورځ د دوی خوځښتونه او فعالیتونه وینم."

د کردي پيشمرګه ځواکونو استخباراتي معلومات ښيي چې په دې وروستیو کې د داعش لیکې د هغو ۱۰۰ جنګیالو په ورتګ سره پیاوړې شوې چې د سوریې له پولې تېر شوي دي، ځیني د ځانمرګو کمربندونو درلودونکي بهرنیان هم پکې شامل دي.

جنرال سیروان بارزاني وايي، که حالت همداسې دوام وکړي په ۲۰۲۰ کې به داعش تر پخوا لا پياوړی شي.

له همدې ځایه د ګوېر د تپې له پاسه پېشمرګه ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په اګست کې د داعش پروړاندې خپل لومړني عملیات پیل کړل. اوس دلته جنرال بارزاني او نور وايي چې تاریخ په تکرارېدو دی.

کرد استخباراتي چارواکي اټکل کوي چې داعش په عراق کې شاوخوا ۱۰ زره غړي لري چې له څلور تر پينځه زره یې جنګیالي دي او همدومره پټ ملاتړې او همفکره کسان لري.

د لاهور طالباني په باور نړیواله ټولنه باید اندېښمنه اوسي: "هرڅومره چې هغوی دلته په کراره پاتې شي نو هومره ډېر له عراقه بهر او سوریه کې به د بریدونو په فکر شي."

د فشار ساتل

Image caption د داعش جنګیالي د عراق په شمال کې په دې غرنۍ سیمه کې پټ شوي دي

په عراق کې یو لوړپوړی امریکايي پوځي چارواکی وايي، داعش هڅه کوي بیا ځان پیاوړی کړي یا په پښو شي خو دا ځل به د عراقي او کردي ځواکونو له بېل چلند سره مخامخ شي.

جنرال ویلیام سیلي چې د عراقي پوځ د ماموریت قومندان هم دی وايي اوس دا ځواکونه د ۲۰۱۴ کاله پرتله پیاوړي دي. هغه کال چې داعش د عراق خاورې یو پر دریمې برخې کنترول ترلاسه کړ او د عراق دویم تر ټولو لوی ښار موصل یې پرته له دې چې له کوم مقاومت سره مخامخ شي ولکه کړ.

هغه وايي:"عراقي ځواکونه او پېشمرګه ځواکونه هاغه ځواکونه نه دي چې د موصل پرځېدو یا سقوط پر مهال وو. موږ دلته و او هغوی مو لا ډېر روزلي دي. عراقي امنیتي ځواکونه به ترهغو په کرار نه کیني چې پر داعش د دایمې فشار له ټینګولو نه وي ډاډمن شوي."

هغه وايي دغه ځواکونو د نومبر تر نیمايي ۱۷۰ چاڼیز عملیات کړي او نژدې ۱۷۰۰ ناچاوده توکي يې له منځه وړي دي.

د هغه په وینا داعش جنګیالي اوس په سوړو او دښتو کې پټېږي، "په داسې شرایطو کې چې هېڅوک تر ډېره نه شي پاتې کېدای او نه شي کولی لویو ډلو په کچه فعالیت ولري."

هغه وویل، تر ټولو لویه ډله چي ده د خپل شپږ میاشتني ماموریت پرمهال لیدلې یوه ۱۵ کسیزه ډله وه خو زیاتوي چې د ده په باور یو داعش جنګیالی هم زیات دی.

اوسمهال "سخت دریځې ډلې" پټنځایونو پورې محدودې دي او شپه مهال راوځي برید کوي او تښتي.

خو عراق په تېره کې له همداسې ځای نه د "ترهګرۍ" د ودې شاهد پاتې شوی، نو ځکه ځینې عراق او سیمې ته د یو نوي ګواښ د رامنځته کېدو په اړه اندېښمن دي.