نشه ښځې په هوا کې د الوتکې دروازې پرانیستلو هڅه کړې

Chloe Haines د انځور حقوق PA
Image caption کلو هېنس د عملې یو کس هم وهلی ټکولی دی

یوې برتانوۍ ښځې محکمې ته اعتراف کړی چې د الوتنې پر مهال یې د الوتکې د دروازې پرانیستلو هڅه کړې، چې له کبله یې الوتکه کې بېړنی حالت اعلان شوی او د مرستې لپاره جېټ الوتکې ور غوښتل شوې دي.

۲۶ کلنې کلو هېنس د روان کال د جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه له برتانیا نه ترکیې ته د الوتنې پرمهال دغه کار کړی.

ویل کېږي چې نوموړې د الوتکې د عملې پر هغه کس هم نوکارې لګولې دي چې د دې د مخنیوي هڅه یې کړې وه.

له دې پېښې سملاسي وروسته د برتانیا د شاهي هوایي ځواک دوه جېټ الوتکې سملاسي والوتې او دغه مساپر وړونکې الوتکه یې لندن ته نژدې په سټنسټډ هوایي ډګر راښکته کړه.

اغلې هېنس پر خپلو دواړو جرمونو اعتراف کړی دی او د جنورۍ په ۲۴مه نېټه به یې محکمه کې سزا اعلان شي. نوموړې منلې ده چې په دې کار سره یې د مساپرو ژوند ته خطر پېښ کړی او د عملې یو کس یې وهلی ټکولی.

د انځور حقوق Press Association
Image caption له پېښې وروسته الوتکې په سټنسټډ هوایي ډګر بېړنۍ ناسته وکړه

د اغلې هېنس مدافع وکیل اولېور سکسبي محکمې ته ویلي، په دې کې هېڅ شک نشته چې موکله یې د دې هوایي سفر پر مهال نشته وه. ښاغلي سکسبي ویلي، موکله یې ډېرې ستونزې لري او له رواني پلوه نارامه ده.

هغه زیاته کړې، له دې پېښې ۱۷ ورځې وړاندې هم اغلې هېنس د نشې په حالت کې یو بل جرم کړی و او له کبله یې ورته سزا اورول شوې وه.

د محکمې قاضي اغلې هېنس ته خبرداری ورکړی چې سزا یې هر څه کېدلی شي. که چېرته د نوموړې ضمانت هم وشي نو یو شرط به یې دا وي چې نور به د برتانیا له هېڅ هوایي ډګره سفر نه کوي.

ورته مطالب