امریکا نور اردن او مصر ته پلټونکي سپي نه استوي

سپي د انځور حقوق Press Association
Image caption اردن او مصر کې د امریکا پلټونکي سپي د بې غورۍ له کبله مړه شوي دي

امریکایي چارواکي وایي، له دې وروسته به اردن او مصر ته هغه پلټونکي سپي نه استوي چې د چاودېدونکو توکو په موندلو کې مهارت لري. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې دې دواړو هېوادونو کې یو شمېر دا سپي د بې غورۍ له کبله مړه شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، د کار پر وخت د هر سپي مړینه خواشینوونکې پېښه ده.

په تېره سپتمبر میاشت کې په یوه رپوټ کې ویل شوي وو چې هغه سل پلټونکي سپي چې امریکا مصر، اردن او اتو نورو هېوادونو ته استولي وو، په سمه توګه نه ساتل کېږي.

دا سپي د ترهګرۍ ضد د امریکا د ځانګړو پروګرامونو کې بهرنیو هېوادونو ته استول شوي وو.

اردن او مصر تر دې دمه د امریکایي حکومت دې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نورو سپیو د مړینې مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده. یاد وزارت وایي، هغه سپي چې وار د مخه اردن او مصر ته استول شوي، د اوس لپاره به هلته پاتې وي.

د انځور حقوق Canine Validation Center
Image caption مصر او اردن تر اوسه د امریکا د دې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی

په هغه رپوټ کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څارونکې ادارې خپور کړی، ویل شوي چې یو سپی په ۲۰۱۷ کال کې په اردن کې د سختې ګرمۍ له کبله مړ شوی.

په رپوټ کې راغلي چې دوه نور سپیان په خورا بد حالت کې بېرته امریکا ته استول شوي وو. په مصر کې هم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې درې سپي د بېلابېلو لاملونو له کبله مړه شوي دي.

اردن هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر امریکایي پلټونکي سپي ور استول کېږي، چې شمېر یې شاوخوا سلو ته رسېږي.

ورته مطالب