روسیه: د نړیوال انټرنټ بدیله تکنالوژي مو جوړه کړې

Vladimir Putin

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

اوس به د دې نوې تکنالوژۍ او ازموینې پایلې ولسمشر پوتین ته وړاندې شي

د روسیې حکومت اعلان کړی دی چې د رنېټ په نامه د نړیوال انټرنټ د یوې بدیلې تکنالوژۍ بریالۍ ازموینه یې کړې ده. تر اوسه د دې ازموینې او نوې تکنالوژۍ په اړه ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د روسیې د مخابراتو وزارت وایي، عام خلک هېڅ پوه نشول چې د انټرنټ وسیله یې بدله شوې.

اوس به د دې تکنالوژۍ او ترسره شوې ازموینې پایلې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې کېږي.

کارپوهان اندېښنه لري چې له دې وروسته ښایي یو شمېر هېوادونه د انټرنټ نړیوالې شبکې د ګډوډولو هڅې پیل کړي.

د برتانیا د سري پوهنتون د کمپیوټر پوهنې برخې پروفیسور الن وډورډ وایي، د روسیې دا ګام د انټرنټ د ماتولو یا ګډوډولو یوه وروستۍ هڅه ده.

نوموړی وایي، ځینې هېوادونه غواړي د خپل وګړو ټول فعالیتونه وګوري، او د ایران او چین په څېر هېوادونو وار د مخه دا چاره پیل کړې ده.

پروفیسور وډورډ وایي، په دې سره به د یو هېواد وګړي ان په دې هم خبر نه وي چې په خپل هېواد کې یې څه تېرېږي، ځکه انلاین فضا او مالومات به د حکومتونو لخوا کنترول کېږي.

د روسیې د مخابراتو وزیر الېکسي سوکولوف ویلي، د رنېټ په نامه د دې تکنالوژۍ ازموینه له پلان سره سمه ترسره شوه او بریالۍ وه.

نوموړی وایي، د دې ازموینې پایلو وښوده چې د روسیې چارواکي او مخابراتي شبکې د هر ډول سایبري برید پر مهال د مناسب ځواب ویلو او مخنیوي توان لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کارپوهان وایي، روسیه غواړي چې د خپلو وګړو لپاره د فېسبوک او ګوګل بدیل هم پیدا کړي

روسیه غواړي چې د خپلو وګړو لپاره د هغوی له اړتیاو سره سم انټرنټي خدمات وړاندې کړي.

دا هېواد پلان لري چې خپله د ویکیپیډیا پاڼه هم جوړه کړي. همدا راز پر یوه داسې قانون هم کار روان دی چې له مخې به یې وګړي یوازې هغه زیرک تیلیفونونه اخیستلی شي چې یو دولتي سافټویر پکې انسټال شوی وي.

کارپوهان وایي، د دې نوي تکنالوژۍ پر مټ به روسیه یوازې په څو ځانګړو ځایونو کې له نړیوال انټرنټ سره وصل وي.

خو مهمه خبره دا ده چې روسي حکومت به د وصل پر دې ټولو برخو کنترول ولري.

په اوږدمهال کې روسیه غواړي چې د چین په څېر خپلو وګړو ته د فېسبوک او ګوګل پر ځای بدیل پروګرامونه جوړ کړي.