'سوریه کې د روسیې بمبارۍ ماشومان وژلي'
په یاده موده کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا ۸۰ ولسي وګړي وژل شوي او په وروستیو اونیو کې تر ۴۰ زرو ډېر کسان تښتېدلي دي.
د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ښار روسي الوتکو بریدونه کړي چې د پنځو ماشومانو په ګډون یې لږترلږه اته کسان وژلي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې هلته تاوتریخوالي کې تر ټولو ډېر ماشومان زیان ویني.
په ورته وخت کې ترکیې پر ادلب او شاوخوا سیمو د روسي بریدونو د درولو غوښتنه کړې ده.
یونیسف د سې شنبې په ورځ وویل: "د سوریې په شمال کې د تاوتریخوالي له کبله تر ډېره ماشومان ډېر زیانمنېږي."
یاده اداره وايي: "تر نهه کلنې جګړې وروسته، لاهم په سوریه کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی روان دی."
ملګري ملتونه وايي، د روانې ډیسمبر میاشتې له ۱۶ راهیسې د سوریې پر ادلب د سوریايي او روسي ځواکونو بمبارۍ او بریدونه دوام لري، چې سلګونه زره ولسي وګړي یې له خپلو مېنو تښتېدو ته اړایستلي دي.
په یاده موده کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا ۸۰ ولسي وګړي وژل شوي او په وروستیو اونیو کې تر ۴۰ زرو ډېر کسان تښتېدلي دي.
په سیمه کې وروستیو بریدونو زرګونه وګړي له ادلب تښتېدلو ته اړایستلي
"سملاسي اوربند"
د سوریې د بشري حقونو اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته د بریدونو له کبله زرګونه وګړي له خپلو کورونو تښتېدلي دي.
ملګرو ملتونو په سیمه کې د سم لاسي اوربند او بریدونو بندېدو غوښتنه کړې.
په سیمه کې د لسو ماشومانو پلار ابو احمد د فرانسې خبري اژانس ته په داسې حال کې چې موټر یې چلاوه او خپل ماشومان یې د کډوالو کمپ ته لېږدول، وویل: "اټکل مې نه کاوه چې کور به پرېږدم- دا زما کور دی او پکې لوی شوی یم."